جواد ظريف او سوشما سواراج پر افغان سولې او چابهار بند خبرې کړي

روهي (پنځه نۍ/۲۰ د مرغومي)، د ايران بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف هندوستان ته تللی او له خپلې هندۍ سيالې سوشما سواراج سره يې لېدلي دي.

د رسنيو د راپورونو پر بنسټ؛ سوشما سواراج او جواد ظريف د افغانستان د سولې پر روانو خبرو او چابهار بند بحث کړی.

همدا اونۍ د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ هم د هند له لومړي وزير نرېندرا مودي سره ټيلفوني اړيکه نېولې وه او د افغانستان په روانه ستونزه کې يې د هندوستان د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ايران په دې وروستيو کې د طالبانو سره د افغان سولې خبرې پيل کړي دي او څو ځلي يې د طالبانو له سياسي استازو سره کتلي دي.