د افغانستا ن چاروا کو ته يو پرانيستې ليک په اړه زما ليک


درنو هیوادوالو!
دافغانستان ملي تلویزیون آیا ملي دی؟ په دې اړه ښاغلي ډاکټر زهیر یو پرانستی لیک د هیواد چارواکو ته لیکلی، چې غواړم پرې یو څه وکاږم.
د دې لیک لمړۍ برخه، چې تقریبا د تایید وړ ده په کې داسې راغلي :
٬٬ دا یوه اونۍ کیږي چې دافغانستان ملي تلویزیون د ټول افغانستان تلویزیون ندی بلکی د یوه ولایت ، دیوې اولسوالۍ، د یوه کلی او ان د یوه تن تلویزیون دی احمد شاه مسعود یادوم چي په پرلپسې توګه د تلویزیون ټول پروګرامونو کښي د دې شخص د قهرمانیو چغې وهل کیږي. ښایی دا تن د څو تنو قهرمان وي ولې د ټول افغانستان لپاره ملي اتل نشي ګڼل کیدی ٬٬

تر دې بریده زه هم ستاسو نظر سره تقریبا همغږی یم، خو په دې توپیر سره، چې دا یوه اونۍ نه ده ،چې د هیواد ملي تلویزیون د ټول افغانستان تلویزیون نه دی، بلکې د 1992 راپدیخواه ،خصوصا په دې وروستیو 9 کالو کې دا تلویزیون یو غیر ملي تلویزیون ګرځیدلی دی.
ددې لیک بله برخه چې متاسفانه پر واقعیت نه ده ولاړه داسې لولو :
٬٬ بله دخواشینی خبره دا چې ښاغلی زرېن انځور لوړه کړې وه چې دی به د رادیو تلویزیون ټول پروګرامونه ملي کوي، ولې نوموړي نه خو ښاغلی نظري ډیر ښه وو چې د ژبو توازن، د شخصیتونو توازن او د سیمو توازن خو یې لږ تر لږه په پام کې نیولی وه ٬٬
ښاغلی ډاکټر زهیر!
تاسو لیکلي، چې د پخواني رییس په وخت کې د ژبو، شخصیتونو او سیمو توازن په پام کې نیولی وه( نیول شوی وو)، په داسې حال کې چې په عمل کې له بده مرغه په ملي تلویزیون کې مثبت بدلون نه وو راغلی. ددوی په وخت کې د پښتو برخه په ملي تلویزیون کې تر 27 ٪ کې نه وه زیاته ( البته دا خبره ما پخواني رییس ته په یوې غونډه کې مخامخ کړې وه ) او د لیکلو برخه خو لا 10 ٪ کې هم نه وه.
د انځور صاحب په راتګ سره هیڅ نوي منفي بدلون نه دي پیښ شوي. هر څه له بده مرغه دې پخواه په څیر دي.
اما!! کوم تغییر چې راغلی هغه زموږ ستاسو په فکرونو او هیلو کې راغلی دی ،خصوصا کله چې ښاغلی انځور صاحب د تلویزیون د رییس په توګه وټاکل شو ، نو ځینې دوستان سره داسې فکر پیدا شو،چې باید هر څه ډیر ژر نورمال شي ( د یوې میاشتې په ترڅ کې ) او د کالونو بلکې د لسیزو ناخوالو او بیعدالتیو مخه دې ډب شي او عدالت دې برقرار.
که څه هم ښاغلي ډاکټر زهیر، ځان زهیر کړی او لیک یې لیکلی، خو له بده مرغه په لیک کې د حال او ماضي توپیر پته نه لږي، خپله یې ولولۍ :
٬٬که چيرې ښاغلی زرین د ځان د صفاېې لپاره دا خبره کوي چې دا کارونه خو رهین صاحب کول، خیر نو ته څوک وې؟ ٬٬
په دې لیک کې سمه پته نه لږي، چې ښاغلي لیکوال مطلب څه دی؟ یا داچې د بل کوم رییس په اړه یې لیکي دي او یا دا چې د انځور صاحب د تقرر څخه سم معلومات نه لري. د انځور صاحب د مقرری څخه صرف یوه میاشت تیریږي . د یوې میاشتې ریاست په هکله آیا پاسنۍ قضاوت سم دی او عادلانه؟؟؟ ، دا لیک څه مفهوم افاده کوی شي ؟؟
او په پای کې لیکي :
٬٬ که نور څه دې په وس کې نه وه استعفا خو دې پخپل واک کې وه٬٬
که نور څه دې په واک کې نه وه ( مطلب یې نه وو دی ) ،استعفا دې کړی وای.
بیا هم ښاغلی ډاکټر صاحب!
تاسو داسې رییس یا بل چارواکی چیرې هم لیدلی چې د یوي میاشتې په ترڅ کې دې دا ټولې ناخوالې سمي کړي؟ راخۍ ښاغلي انځور صاحب ته کم تر کمه د نورو رییسانو نیمایې وخت ورکړو، که بیا هم نتیجه ښه نه وه بیا به قضاوت کوو.
بله بنیادي مسله دا چې ،موږ باید دا کلتور ولرو ،چې د شخصي ملګرتوب او سیاسي ـ فرهنګې مسلو او خدمت تر منځ توپیر قایل شو. زموږ معیار شخصي دوستي نه بلکې هیواد پالنه او ملي ګټي دي .
دا سمه ده چې زه د ښاغلي انځور نږدې دوست یم . زه نه د ښاغلي انځور ویاند یم او نه هم مدافع وکیل او نه هم ما دا لیکنه په دې هدف لیکلې. چون زه د ځینو مسلو عیني شاهد یم ، نو د وجدان په حکم مجبور شوم ، چې د ښاغلي زهیر د پرانیستي لیک په اړوند دا تبصره ولیکم.
له یوې خواه زموږ تاسو هیله دا ده ،چې کار پاکومتخصصو او د کار اهل ته وسپارل شي او د جنګسالارانو، ناولو او خاینو لاسونه دې ورو په ورو د قدرت او مدیریت څخه لنډ کړل شي. کله چې بیا داسي متخصص ، پاک ، باوجدانه او باایمانه کسان په لوړو کرسیو ګمارل کیږي، بیا له بده مرغه ځینې کسان ځانونه زهیروي او داسې څه لیکې ،چې نه واقعیت لري او نه هم ددې بې عدالتیو او مشکلاتو حلال. زه دا مطلق حکم نه کوم، چې ګواکې دادوستان به هرومرو عمدآ ، قصدآ او د دښمنې د مخې داسي څه لیکي ، کیدای شي نیت پاک وي ولې احساساتي . خو!! نتیجه به یې په هر صورت منفي وي.
واقعیت نه تیر نه شو دافغانستان ملي تلویزیون ډیر د ترحم وړ دی، په دې تیرو کالو کې ورته له بده مرغه هیڅ کار نه دی شوی ، نه یوازې د ژبو انډول په کې نه دی ساتل شوی، بلکې د پروګرامونو او محتوا له کبله په مجموع کې په ټولو ژبو کې ډیر خوار دی . له دې کبله چې څه نه لري د دیرشو کالو پخواني فلمونه، سریالونه ، سندرې او ډرامې لا اوس هم نشروي . یو وار خو څه چې دا ځینې یې لا تکراروي هم.
په داسې حال کې چې تر 1700 زیات کارکوونکې ـ او خپل کافي عایدات لري ، ولی د قوي او زړه سوانده مدیریت د نلرو له کبله خوار او زار پاتې شوي.
ما د مخه عرض کړل چې زه د ځینو مسلو شاهد یم، د ډیرو بیانولو نه تیریږم لنډیز یې لیکم، هغه هم دې دپاره تر څو هیوادوالو ته له یوې خواه د زړه ډاډ شي او له بلې خواه هیوادوال پوه شي چې اوسني مدیریت به دا تلویزیون سیالانو سره سیال کړي.
د تلویزیون اوسنی رییس چې آلمان ته په شخصي سفر د کورنې لیدو ته راغلی ( ددې ځای د ویزې د قانون مطابق بایده دی هرو 6 میاشتو کې یو ځل آلمان ته راتګ وشي )، څو ورځې د مخه د تلویزیون د چارو د ښو کیدو په خاطر ښاغلي انځور د رخصتې او اختر په ورځ په خپل شخصي مصرف 1200 کیلو متره سفر وکړ ، تر څو د آلمان د مربوطه ادارو تخنیکې مرستې تر لاسه کړي، مسلکې کادرونه وروزي او ملي تلویزیون د سیالانو سرقطار کړي، زه شخصآ په دې سفر کې ورسره ملګری وم او ما هر څه ولیدل او واوریدل دا چې پخواه څه ناخوالي او نارسې وي د اخلاقو په حکم نه لیکم.
د افغانستان ملي تلویزیون هله ملي کیدای شي، چې قوي مدیریت ، کافي تخنیکې کادرونه او پرسونل، د ورځې مطابق پرمختللي تخنیکي وسایل او د لګښتونو د پاره پوره پانګه ولري .نو هلته ملي تلویزیون په ملي هینداره بدلیدای شي ،چې ټول ملت به په کې خپل انځور وویني.
تر کومه چې د انځور خبره ده،ما په ښاغلي انځور کې د قوي مدیریت وړتیا ولیده، هیلمند یم ورته کافي وخت او امکانت برابر شي، د کامیابې او بریالیتوب زیری زه لا دې اوسه درکوم.
وروستې خبره دا چې،دا به زموږ د تلویزیون په وروستي تاریخ کې لمړی ځل وي ،چې داسي متخصص او پاک نفسه مشر یې تر لاسه کړی دی .
کله چې د تلویزیون رییس ته د دوی د وړیتا او دقیقو پلانونو مطابق امکانات نه برابریږي یا ددوی مخه ډب کیږي ، بیا به رییس استعفا خامخا کوي. ( هیله لرم چې داسي هیڅ کله هم پیښ نشي)،که داسي وشول دا به ملي تلویزیون ته لویه نه جبرانونکې غمیزه وي.
په درنښت
 

ددوستانو د معلوماتو د پاره هغه لیک په مکمل ډول رانقلوم
ډاکټر زهیر 14.09.2010 00:02
د افغانستان چارواکو ته یو پرانیستی لیک:

دافغانستان ملي تلویزیون آیا ملي دی؟
دا یوه اونۍ کیږي چې دافغانستان ملي تلویزیون د ټول افغانستان تلویزیون ندی بلکی د یوه ولایت ، دیوې اولسوالۍ، د یوه کلی او ان د یوه تن تلویزیون دی احمد شاه مسعود یادوم چي په پرلپسې توګه د تلویزیون ټول پروګرامونو کښي د دې شخص د قهرمانیو چغې وهل کیږي. ښایی دا تن د څو تنو قهرمان وي ولې د ټول افغانستان لپاره ملي اتل نشي ګڼل کیدی .
که چيرې د تلویریون یو پروګرام ورته څانګړی شوی وای نو د هغو څو تنو د خوښۍ لپاره کافي وو. ولې دا چې ان ادبی پروګرامونه هم ورته ځانګړي شوي دي د ‌‌ډېرې خواشینۍ خبره ده.
بله د خواشینی خبره دا چې ښاغلی زرېن انځور لوړه کړې وه چې دی به د رادیو تلویزیون ټول پروګرامونه ملي کوي، ولې نوموړي نه خو ښاغلی نظري ډیر ښه وو چې د ژبو توازن، د شخصیتونو توازن او د سیمو توازن خو یې لږ تر لږه په پام کې نیولی وه.
که چېرې ښاغلی زرین د ځان د صفاېې لپاره دا خبره کوي چې دا کارونه خو رهین صاحب کول، خیر نو ته څوک وې؟ که نور څه دې په وس کې نه وه استعفا خو دې پخپل واک کې وه.