په ۲۰۱۹ زېږدیزکال کې د نړیوال بانک د پانګې اچونې چاپیریال د ارزونې په درجه بندۍ کې د افغانستان پرمختګ معیارونه اواغېزې!

نړېوال بانک دDoing Business  پروژې له لارېهر کال د سوداګرۍمقرارتو او تطبیق په اړه د ۱۹۰ هېوادونه په ټاکل شويو ښارونو کې چې سیمې او د زون په کچه وي د درجه بندۍ په اصل سره څیړنیز راپور چمتو کوي.
 
د سوداګرۍ د چاپریال ارزونې پروژهپه ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې پیل شوېده، موخه یې کوچنيو او منځنیو شرکتونو د جوړولو څخه تر پایه  پورېد ځانګړو قوانينو او مقرارتو د تطبیق ارزونه ده، په یادهڅیړنه کې وخت، لګښت، کاري پروسیچرونه او ګڼې نورېاړینې برخې چېپه شرکتونو باندې عمليکېږی پوښښ لاندېنیسي.
 
د سوداګرۍ د چپریال اسانتیاوې ارزونې یواولس شاخصونه او معیارونه په لاندې توګه روښانه کېږي:

  • د تشبث یا کاروبارپېلول (Starting a business): پدېشاخص کې د یو محدود المسوولیت شرکت جوړولو لپاره کړندلارې، وخت، لګښت او د پانګې اچونې ټیټه کچه څیړل کیږي.
  • د ساختمان جوړولو جوازونه (Dealing with constructions permits):  پدېشاخص کې د ګدام جوړولو لپاره د اجازه لیکنو ترلاسه کولو کې کړندلارې، وخت، لګښت، د کیفیت کنټرول او خوندیتوب مېکانیزمونه په پام کې نیول کېږي.
  • برېښنا ترلاسه کول (Getting electricity): پدېشاخصکې د برېښنايي شبکې سره د اتصال او نښلولو لپاره کړندلارې، وخت، لګښت، او په سمه توګه د برېښنا رسولو او د تعرفو روڼتیا ارزول کېږي.
  • د ملکیت ثبتول(Registering property): پدېشاخص کې د جایدادحقوقي صلاحیت انتقال کړندلارې، وخت، لګښت او د ځمکو مدیریت ادارېد کارونو د اغېزمنتیاڅیړنه کېږي.
  • پور ترلاسه کول (Getting credit): پدېشاخص کېد انتقالي شتمنیود تضمین ټول قوانین،  مقررات او د پورونولارښوونیز سېستمونه څېړل کېږي.
  • د لږه کیو (اقلیتونو) پانګه اچوونکو ساتنه (Protecting minority investors):  داشاخص موږ ته د اقلیتونو ونډه اخیستونکو د حقوقو ساتنه په خپلمنځي معاملاتو او شرکتونو په اداره کولو کې څیړي.
  • د مالیاتو ورکړه (Paying taxes): پدېشاخص کې د یو شرکت مالیاتو ورکړې مقررات، پروسیجر، وخت او د شرکت د ښکیلتیا اندازه روښانه کېږي.
  • د پولو په اوږدو کې سوداګري (Trading across borders) : پدېشاخص کې دنسبي مزیت لرونکو توکو د صادراتو او د نیمه کاره توکو وارداتو کې وخت او لګښت معلوموي.
  • د قراردادونواجرا (Enforcing contracts): پدېشاخص کې د سوداګریزو شخړو حل او د قضایي پروسو اغېزمنتیا، وخت او لګښتارزونه کېږي.
  • د افلاس حل کول (Resolving insolvency): پدېشاخص کې د یو دېوالی شرکت د بیاځلي فعالول او د قانون په چوکات  کې د پورونو څخه د خلاصون وخت، لګښت او پایله څېړي.
  • دکاربازارتنظیمول(Labor market regulation) : پدېشاخص کې د کار بازار د ګمارنې په مقرارتو او شرایطو کې نرمښت او د دندو کیفي معیارونه ارزول کېږي.
  •  
     په۲۰۱۸زېږدیز کالدلاندېڅانګوداصلاحاتولهکبلهافغانستاندنړېوالبانکد۲۰۱۹زېږدیز کالدپانګياچونېچوپړداسانتیاووپهدرجهبندۍکې پرمختګکړی دی:
    د کارو بار یا تشبث د پېلآسانېدل: پخوا د سوداګرۍ جواز د اخيستلو په بدل کې ۳۲۰۰۰ افغانۍ ( ۴۲۰ امریکايي ډالرو معادل) فیس ورکول کېده. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۷زېږدیز کال کې د افغانستان ناخالصه کورني تولیدات له مخې د وګړيکلني عاید کچه په کال کې ۵۸۵ امریکایي ډالره ښودل شوېوه. دا په دې مانا چېافغانانو د یوه کاروبار جواز ترلاسه کولولپاره د خپل کلني عاید په اندازهپیسې ورکولې. خو اوس په یوه واحده اداري مرجع کې د اداري کړندلاروله عصريکېدو سره متشبثینکولای شي چې په ۲۱ ولایتونو کې د ۱۰۰ افغانیو په بدل کې خپل درېکالنسوداګریز جواز ترلاسه کړي.
     
    په برېښنایي توګه د مالیاتو اظهارپاڼې سپارل: په یوځای ډول لوی مالیه ورکوونکي اوس کولی شي چې خپل مالياتي فورم پرته له فزيکي راوړولو په بریښناییزه توګه د لویو مالیه ورکونکو د آن لاین  ډیتابېسته فورم  وسپاري. دغه آسانتیاوې د مالیه ورکونې په بهیر کې د کار پر چټکتیا، د اداري خنډونو له کمښت او د نا پېل شویو ستونزو سره د مخامخ کېدو په برخه کې د لومړنۍ آسانتیا رامنځتهکړي دي.
     
    د محدود المسوولیت شرکتونو د نوي قانون تصویب او توشیح: دغه قانون د ۱۳۹۶ کال د سلواغې میاشتې پر۱۷مه نېټه توشیح شوی چې د کوچنیو پانګه اچونکو او د شرکتونو د حقوقي جوړښت، کړنلاره، فعالیتونه او مصونیت لامل ګرځي.
     
    د افلاس او دېوالي کېدو د نوي قانون تصویب او توشیح: دغه قانون د دېوالي کېدو د حل او د دېوالی شرکتونو د بیا منسجم کولو په برخه کې آسانتیاوې برابروي او پور ورکوونکو مالي بنسټونو ته د شرکت د انحلال په جریان کې د هغوې د پورونو د بیرته ترلاسه کېدو په هکله وضاحت ورکوي.
     
    پورونو ته لاسرسي: د افلاس او دېوالي قانون متشبثینو ته پور ترلاسه کولو د آسانه لاسرسي په خاطر آسانتیاوې رامنځته کړې. دغه قانون مالي پور ورکوونکو ته د شرکتونو د انحلال په صورت کې د قرضې د مبلغ د بیرته حصول په خاطر د مطلوبو شرایطو وړاندوینه کړې، چې په دې ډول د هغوې ملاتړ ته لومړیتوب ورکول کیږي.
     
    پایله: د نړېوال بانک د پانګې اچونېچاپېریال د اسانتیاو په برخه کې پورتني اصلاحات د دېلاملشول چې افغانستان په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د ۱۸۳ درجې څخه ۱۶۷ درجې ته ځای په مثبت ډوللوړوالی وکړي، دا پرمختګ په داسې حال کې ترلاسه کیږيچېهېواد مو په ۲۰۱۴ زېږدیز کال د نړېوال بانک په درجه بندۍکې ۱۷۵ ځای درلودولې په بد بختي سره یاده درجه په ورستیو کالونو کې ونه ساتل شوه او د دېلاملشو چې د هېواد موقفد نړېوال بانک په درجه بندۍ کې په منفی ډول پورته شي، که چیرې د هېواد درجه بندۍ تاریخي سیر د نړېوال بانک د پانګې اچونې چاپېریال د اسانتیاو د ارزونې په راپورونو کې وڅيړل شي نو جوته به شي چې افغانستان اوس هم هغه لوړهدرجې ته چې په ۲۰۱۰ زېږدیزکال کې یعنی ۱۵۴ ځای یې خپل کړی وه ندی رسیدلی.
     
    پورتنياصلاحات او نړېوال بانک درجه په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې به هله مستقیمه اغیزه ولري چې دهېواد دننه دپانګې اچونې لپاره وړچاپریال، پیاوړي اقتصادي بنسټونه لکه برېښنا، ترانسپورت، د کانونو څخه مثمرګټه اخیستنه، فعاله صنعتې ښارګوټي، موثر مالي سېستم، مسلکي او فنيکارګران او امنیت ورته برابر شوای وي، یواځې د قوانینو او مقرارتو اسانه کول پرته له چاپیریاله به د کورني او بهرنيپانګې اچونې د جذب او پرمختګ په برخه کې پلان شوي پایله ونه لري.
    درنښت