اکوبکوسرسيندکو , په پښتو کې د ماشوم ادبیات

اکوبکوسرسيندکو

په پښتو كې د ماشوم ادبيات
محمدنبی تدبير
ماشوم د ټولنې بنستيزه خښته ده .
كه دا خښته پخه او ټينګه وي د ټولنې وداني پخه راځي.
له همدې امله د تاريخ له پخوانيو پوړيو څخه د ماشوم روزنې ته پاملرنه كېږي او هڅه شوې چې دما شوم د ذهني او فكري ودې له پاره مواد چمتو او ماشوم ته ور وښودل شي.
په دې ډله كې يوه مهمه لار د ادبياتو او حكاياتو له لارې ماشوم ته د ژوند د بېلابېلو برخو ور زده كول دي.
ځكه ادبيات داسې خواږه لري چې ماشوم ډېر زر ور جذبېږي.
اود كيسو له لارې په اسانۍ سره ور انتقالېږي ، ماشوم يې په مينه او تلوسه اوري ، درسونه او مفاهيم يې هضموي.
په نړۍ كې د زمانو په اوږدو كې ګڼې تجروبې شوي او د ماشوم له پاره دهرې ټولنې له شرايطو او غوښتنې سره سم ادبيات خلق شوي او كيسې ورته جوړې شوي چې ځينې يې نړيوالې شوي او ځينې يې په ملتونو كې د ملي ارزښتونو په توګه ماشومانو ته سينه په سينه لېږدول شوي، وده يې كړې ، پرمختګ يې كړى او د دوى د روزنې په چوكاټ كې يې ځاى نيولى دى.
آريايي ټولنه د يوې لرغونې ټولنې په توګه هغه وخت چې لا تاريخي دورې ته نه وه رسيدلې تر تاريخ وړاندې دورې راوروسته يې د افسانو او ادبياتو يوه څپانده دوره درلوده چې همدا يې د تاريخي دورې پيلامه وه .
په همدې دوره كې ويدي شفاهي ادبيات رامنځته شول .
د دې دورې شاعران چې دوى ريشيان بلل د ټولنې هغه سترګور او پوه كسان وو چې د ژوند درسونه، پندونه، او لارښوونې به يې په خپلو شعرونو كې ځايولې او په خوږه ژبه به يې ماشومانو او ځوانانو ته اورولې.
په دې شاعرانو كې نارينه او ښځينه دواړه شاعران موجود وو ، چې د هلكانو روزنه يې د نارينه وو په غاړه وه او دنجونو روزنه يې د ښځينه شاعرانو په غاړه وه. ((افغانستان در پرتو تاريخ د احمدعلي كهزاد كتاب))
دوى ته به يې په خپلو شعرونو كې د ژوند درس او د راتلونكې پيغامونه ور رسول.
كله چې په بلخ كې د دولت مؤسسه جوړه شوه او د مدني ژوند بنسټونه كېښودل شول، ورسره د ماشومانو روزنه هم پيل شوه، ادبياتو وده وكړه، پر ويدي سرودونو سربېره اوستايي سرودونو ماشومانو ته ديني لارښوونې او اخلاقي درسونه د ادب په ژبه ور ښودل.
همدا راز له ډېر پخوانه زمونږ په ټولنه كې فولكلوري كيسې او روايات دود وو.
چې خوله په خوله نقليدل او د ماشومانو د روزنې يوه برخه يې جوړوله.
راوروسته علمي څېړنو هم ثابته كړه چې كيسه يي روايات او سندريز ادبيات دماشوم له پاره تر مستقيمو درسونو ډېر ګټور او اغېزمن دي.
ځكه چې د ادب خواږه دلارښوونو ثقلت له منځه وړي او د ماشوم له پاره يې په زړه پورې كوي.
همدا اصل و چې له ډېرپخوا څخه ماشومانو ته د كيسو په بڼه او د سندرو په غېږ كې دژوند درسونه وركول كيدل.
د اريايانو يو روزنيز كتاب ((پنچاتترا)) چې زمونږ په ژبو كې په كليله دمنه ، دبير دانش ، انوارسهيلي او نورو نومونو يادېږي .
دا كتاب چې تردوه نيمو زرو كلونو زيات عمر لري ، لومړى ځل په سانسكريټ ليكل شوى و چې وروسته په ګڼو اريايي او نورو نړيوالو ژبو واړول شو. ((پنچا تترا اصلاً دوه نيم زره كاله وړاندې په هند كې ليكل شوى)).
او تر اويا زياتې ژباړې يې موندل شوي دي. (( د دبير دانش سريزه)).
په پښتو كې يې هم له درې سوو كلونو راهيسې ژباړې را روانې دي چې زړه ژباړه يې افضل خان خټك په ۱۱۲۸كال د (( علمخانۀ دانش)) په نوم كړې او بياوروسته يې نورې ژباړې هم شوي دي.
دا كتاب د څارويو او مرغانو تمثيلي انتباهي كيسې لري او د ژوند سياسي او اجتماعي مسايل پكې د څارويو په څېرو كې تمثيل شوي چې په جالب ډول لوستونكى هم ترې خوند اخلي او هم يې د درس او پند له خوږو برخمن كېږي.
د دې كتاب بنسټيزه موخه د شهزادګانو روزل دي چې د هند ديوه لرغوني پاچا ( امير شكتي ) له خوا د دربار يو عالم چې ويشنو شرما نوميده وګومارل شو چې د ده زامن د راتلونكې واكمنۍ له پاره و روزي.
امير شكتي خپل زامن ورته وسپارل او ويشنو شرما له ځانه سره بوتلل او د دوى د زده كړې له پاره يې پنځه داسې زړه وړونكې زنځيري كيسې چې په هغو كې هغه ټول مطالب چې پاچاهانو ته ښايي، ځاى كړل او هغوى ته يې ور زده كړې.
بيا يې دغه كيسې د يوه كتاب په شكل راغونډې كړې چې د هند پاچا يانو به د قيمتي خزانو سره يو ځاى ساته.
حكيم برزويه د دغه كتاب يو نقل په غلا واخيست او دې سيمې ته يې راوړ چې دلته په پهلوي او بيا پاړسي او عربي ژبو وژباړل شو.
دې كتاب د اهميت له امله درسي بڼه غوره كړه او په مدرسو كې به لوستل كيدو.
د دې كتاب په تقليد نور كتابونه وليكل شول او د درس كيسه يي ميتود چې اوسمهال هم په نړيواله كچه په ښوونه او روزنه كې پوره ارزښت لري دلته زرګونه كاله پخوا و.
تر دې مقدماتي خبرو چې راتېرشو نو اوس اصلي مطلب ته راځو چې :
د ماشوم د ادبياتو پېژندنه :
د ماشوم ادبيات د هغو ليكنو ، سندرو او ويناوو ټولګه ده چې لويانو ماشومانو ته جوړ كړي وي او يا پخپله ماشومانو رامنځته كړي وي.
د ماشوم ادبيات، هغه ادبيات دي چې ماشوم ته خوند وركړي، يانې ماشوم وكړى شي، بې له ښوونكي يوازې هغه ووايي، له نورو شيانو يې راوګرځوي او د لوي والي خويونو ته يې چمتو كړي.
د ماشوم د ادبياتو ډولونه :
د ماشوم ادبيات په دوه ډوله دي:
1. (ګړني) فولكلوري ادبيات او
2. ليكني ادبيات دي.
فولكلوري :
فولكلور ي ادبيات د زمانو له ترغوني ، له هغه وخت نه چې ماشوم د مور او خپلوانو له خوا لوبول كېږي، كرارېږي،نازېږي او خبرې ورښودل كېږي، له همغې ورځې يې ادبيات هم پيلېږي.
د ماشوم فولكلوري ادبيات هم دوه ډوله دي:
1. : هغه چې لويانو ورته جوړ كړي وي .
2. : هغه چې ماشوم په خپله پنځولي وي .
ماشوم ته د لويانو له خوا جوړ شوي ادبيات:
په دې كې ميندې او ځينې نور مشران زياته ونډه لري.
په دې منظومو كې ماشوم ته خبرې هم ورښودل كېږي، د هغه د پام راړولو او ساعت تيرۍ له پاره اكټونه هم ورسره كوي، او د هغه دژوندانه له پاره ساده درسونه هم پكې وي.
د فولكلوري ادبياتو دا برخه له دې كبله چې زياتره يې ميندې جوړوي، د ميندو سندرې بلل كېږي.
پښتنې ميندې دخپلو ماشومانو په روزلو سربېره يو بل مصروفيت هم لري او هغه دا دي چې د خپل ماشوم د سن له غوښتنې سره سم وخت په وخت د خپل ماشوم د كرارولو، ويښولو، ويده كولو او په خبرو راوستلو له پاره فولكلوريكې سندرې په ځانګړي غږ، وزن او ډول سره ورته وايي لكه:
د ماشوم د ويده كولو له پاره دا منظومه په داسې حال كې چې ماشوم په لاس ټپوي، سر ورته خوځوي ، په يو ډېر خواږه اهنګ وايي:
اللو للو
پيشو، پيشو مه راځه د غرو
پلانكى جان داسې ويده دى لكه ګوډى د رنجو
كله چې ماشوم ژاړي، په ځانكړي ډول هغه وخت چى نوى ژړاته ځان جوړوي، نو مور يې ورته داسندره په داسې حال كې وايي چې په ماشوم ورټيټه وي، سر ورته ښوروي او نور ځانګړي اكټونه كوي او د ښي لاس غټه ګوته يې په ډېره نرمۍ كله په پاس شونډه او كله په لاندې شونډه ږدي چې په دې ترتيب له يوې خوا ماشوم د دې اكټونو او حركاتو ته متوجې كېږي او له بلې خوا يې شونډې تخڼېږي نو د دې پر ځاى چې وژاړي ، خاندي ، موسكاكوي ، سترګې غړوي او مور ته يې ګوري چې هغه سندره دا ده:
چا ويلى دى پلانكى جان چا ويلى دى
ګوډ ميږي په پښته وهلى دى
ګوډ ميږى دې ړوند شي نن يې بيا وهلى دى
ادې ته يې په ژړا راغلى دى.
همدا راز :
كوم وخت چې وغواړي ، له يوې خوا له ماشوم سره خپل پام غلط كړي او له بله پلوه د خپل ماشوم پام غلط كړي ،ساعت يې تېروي نو يو لړ سندرې ورته وايي:
له دې منظومو څخه يو بل مهم مقصد دا دى چې دماشوم غوږ ته خبرې ورسوي او هغه له خپلې ژبې او دود سره اشنا كوي چې يوه بېلګه يې دا ده:
يو يې سپينكى مخ دى لكه پوڅه د چوپان ، يوه يې لوړه پوزه لكه پوله د دهقان
دوه يې غټې سترګې لكه ګاټي د ميدان، دوه يې نرۍ وروځې لكه توكي د قران، دوه يې نرۍ شونډې لكه مزي د ګريوان.
يا لكه : ښكلې نرۍ شونډې لكه پولې د لغمان
جيګه نرۍ پوزه لكه برج د كودامان
داسې نرۍ ملا لكه امير مان الله خان
په پورتنۍ سندره كې د وزن له پاره دامان الله خان پر ځاى (مان الله خان) ويل شوى دى.
دمنظومو سندرو تر څنګ وړې وړې كيسې هم دوى ورته جوړې كړي وي چې د دوى د منګ او فهم سره سم يې په بېلابېلو وختونو كې ورته وايي لكه د ګونګټې كيسه او نورې.
د ګونګټې كيسه :
وايي يوه ګونګټه په لاره روانه وه يو شپانه ورڅخه پوښتنه وكړه چې ګونګټې ترورې چېرته ځې ....
د ماشوم هغه ادبيات چې پنځوونكى يې پخپله ماشوم دى:
ماشوم چې لږ لوى شي ، غټكى شي، په پښو روان شي ، دخبرو كولو شي، د لوبو ډګر ته ووځي او د خپلو ملګرو سره په لوبو بوخت شي نو دا داسې وخت وي چې د خپلې ژبې سره هم اشنا وي او هم يې مور د سندرو چل، وزن او اهنګ ورښودلى وي نو د ميندو د سندرو نه په الهام سره دى هم ساده ساده، خوږې خوږې ، خندوونكې او ډاروونكې سندرې جوړوي، ډرامه ګۍ جوړوي، كيسۍ او كيسې جوړوي، ماشومانه مشاعرې كوي او د فولكلوري ادبياتو نور لومړني ډولونه پنځوي، چې په ولس كې بيا خوله په خوله پاتې كېږي، او د بېلابېلو وختونو ماشومان د خپلو غوښتنو سره سم بدلونونه پكې راولي، نو مونه پكې بدلوي او كله كله په زړو كالبونو كې نوي مطالب ور اچوي. يانې سندره زړه وي خو د ځاى يا كس نوم وربدل كړي.
كله كله د زړو سندرو په تقليد نوې سندرې جوړوي او خپل ساعت په تېروي.
د ماشومانو سندرې ساده، له ولسي كړو وړو، دود او دستور څخه رنګ اخلي چې ځينې يې عامې وي او ځينې ځانګړي وختونه او ځانګړي ځايونه لري.
هغه چې عامي دي لكه :
اكو، بكو سرسندكو ، غوا مې لاړه په ترپكو ، اباسين ولې ولې ، درخانۍ خورې راووځه په لستوڼي كې دې څه شى دي، الوچې دي، زرغونې دي ، ورور مې ناست دى په دوكان ، غشي ولي په ميدان ، ميدان يې داسې روڼ كړو لكه ستورى د اسمان،
يه وروره بيدار شه دا ستا په ډولۍ جنګ دى،
لاس كې مې كلې كلې بادرنګ دى.
يا لكه دا سندره چې دوى يې د لاسونو د ګوتو په واسطه كوي او د لاس له وړې ګوتې يې پيلوي او دغټې ياكټې ګوتې په لور راځي او وايي:
خچه ګوته نيسي وايي: دا وايي ځئ چې ځو
بيا ورپسې بله ګوته نيسي او وايي: دا وايې چېرته ځو؟
منځوئ ګوته نيسي او وايي: دا وايي غلا پسې !
د شهادت يا مسواكۍ ګوته نيسي او وايي: داوايي له خدايه نه ډارېږئ؟
غټه ګوته نيسي او وايي: دا وايي خورو خرو غټېږو!
له دې څخه ماشومان له يوې خوا ګوتې پېژني، له بلې خوا شمېره زده كوي او يو اټكل هم كوي چې څوك له نورو غټ وي هغه به غلا چاغ كړى وي.
همدا راز د لاس په ګوتو يوه بله لوبه هم كوي چې دا سندره ورسره وايي:
له خچې ګوتې يې پيلوي او وايي :
دا مې ادل
دا مې بدل
دا مې پاڼه په وربل
دامې نولس
دامې شل .
پښتانه ماشومان له همغه ماشومتوبه ټاكنې يا انتخابات پېژني او كوي يې او ځانګړي شعرونه ورته لري :
دوى چې كله لوبه كوي نو لومړى دوه ميران ټاكي او ورپسې نور لوبغاړي.
د لوبغاړو د ټاكلو له پاره دوه دوه لوبغاړي خپل ځانونه نوموي چې (منل يا رامنل ) ورته وايي.
دې دوو كې يې يو خپله منځۍ او مسواكۍ يا دشهادت ګوته په لاړو لندوي او بل ته يې وايي كومه اخلې ، هغه يا وچه او يا لنده پكې خوښوي او دواړه بېرته ميرانو ته راځي ، هغه چې ګوتې يې لندې كړي وي ، له دوومرانو څخه يو ته وايي:
لوبغاړى: لپړي
مير : چندو درخړي
لوبغاړى: كومه اخلې:
مير : ياپه وچه ګوته ږدي، يا په لونده .
لوبغاړي بيا هر يو خپل مير ته وايي: وچه ، درغلم په پچه
لنده درغلم په بنده.
ماشومان كله كله په لوبو كې د خوند پيداكولو له پاره سندرې لري لكه :
يوه لوبه يې ده چې څوك به پكې خبرې نه كوي او كه ويې كړې نو سزا يې دا ده:
ګړى ګړى جوپ – يوه لغته يو سوك
لكه مخكې مو چې وويل ماشوما د ځينو ځانګړو وختونو او ځايونو له پاره ځانګړې سندرې لري لكه:
په شنه اسمان چې باران ورېږي نو وايي:
په شنه اسمان ورېږي – د ګيدړې لور ودېږي.
د زېړې زرغونې د راختلو پر وخت وايي :
زېړه زرغونه شوه – په اسمان كږه وږه شوه
كله چې روانې اوبه وويني نو د سر سره يې منډې وهي او وايي:
اوبو اوبو ستړي مشئ اول جنت دتا ، بيا دما.
كله چې د كوچيانو كاروان كې اوښ يااوښان وګوري نو وايي:
اوښه اوښه ډانګه – توره دې غړانګه
كوچى ما ما نارې وهي – ايلبند كې نغارې وهي.
كله چې د چپچپكي په نامه مرغه وګوري نو وايي:
چپچپكى لمونځ نه كئ كاپېر دى – خواښې ته تاويذ نه كئ كاپير دى. دغه مرغه داسې عادت لري چې په هوا كې ډېره شيبه خپل وزرونه رپوي او درېږي نودوى وايي ګنې دا زمونږ په سندره په لمانځ ودرېدو.
همدا راز يوه مرغۍ ده چې كوكوشتكه (موسيچه) ورته وايي : د هغې د نارو سره دوى هم خپل غږونه غبرګوي او انګريري چې ګواكې دا مرغۍ داسې وايي :
يه دوسته
توت پاخه
زه به يې خورم
ته به يې خورې .
يا
د همدې كوكوشتكې يا پختكې سره اړوند يوه بله سندره وايي :
ځان ته به شارو ونيسم تاته به پوختكه
الله دې پرې تخته كړه.
كله چې موټر وګوري نو لومړى خو چې هر يو ماشوم وليدو هغه وايي :
دا مې كې . بيانو د همغه شي او نور نه وايي چې زما دى. تر دې وروسته بياټول په ګډه وايي: هغه دى موټر راغى – سور ... راغى
د پلانكي خان ښځې پكې دي – ګز ګز يې پايڅې دي.
ماشومان عموماً د اته كلنۍ او لس كلنۍ ترمنځ دوره كې ډېر شوخ وي چې كله له كوره دباندې كومه زړه ښځه وويني نو ورته واي:
وه زما زړې انا – پښې دې كړې اوږدې انا
كله چې ماښام شي او په لوبو ستړي شي نو يو ماشوم د لوبې ختمولو له پاره غږ وكړي:
ځئ چې ځو كورو ته – مرغۍ والوتې غارو ته
كه څه هم دغه غږ په ځينو هغو ماشومانو چې ستړى نه وي او لوبې كول غواړي، بد لګېږي خو دا يې قانون دى چې له دې غږ وروسته لوبه ګډوډه شي او بيا نو هر يو خپل كور ته ځان رسوي.
كله چې دوه ماشومان سره جګړه كوي نو درېم يې كه غواړي چې تر منځ يې ګواښ وكړي او جګړه ونه كړي نو وايي: ګواښ په ګواښ – دخواجه په پرتوګاښ
دلته دوى خواجه د ګواښكرندي ، منځګړي او بې پلوه سمبول ګڼي. او خواجه وي هم همداسې ، له چا سره تربګينت نه كوي نو ځكه خو ټول ورته په درنه سترګه ګوري.
او كه دغه درېمګړى ماشوم سوله نه غواړي، بلكې په دې خوښ وي چې جګړه سره وكړي نو بيا د دواړو لاسونو نوكونه سره جنګوي او وايي: نوكه نوكه جنګ وهه – سرې وينې پرې ماتې كړه .
په زړه كې د هغه كس په لور زور كوي چې ملګرى يې وي او يا غواړي جګړه وګټي.
كله چې هغه طالب چې وظيفه ټولوي وويني نو وايي:
چڼى ماما ډېره ډوډۍ مه خوره په ډوډۍ كې چمچمار دى
چڼى باجه مار دى – چڼى باجه مار دى.
د ځانګړو ورځو له پاره هم شعرونه لري لكه د عاشورا په ورځ چې ښځې شربت ويشي نو دوى وايي:
تي انا توتي انا – شربت په كټوري انا.
د اختر په شپه كور په كور ګرځي او ځانونو ته د اختر پيسې ټولوي او وايي:
الككې ، بلككې
د خوارې چومبولكې
دروازه پرانيزئ
كله چې ورته دروازه خلاصه كړي بيا نو د اختر له پاره پيسې غواړي، په ځينو ځايونو كې غنم هم وركوي چې ماشومان يې د كلي په دوكاندار خرڅوي.
يا وايي :
سبا ته اختر دى بختور دى – د ملا كره چرګوړى بختور دى

كه څوك څه ورنه كړي بيا وايي:
كه چا رانه كړو څه شئ – د پلار مېنه يې شه شړۍ
تل به زه ښيرا كوم – دغه بد دوعا كوم
تر برات مياشتې وروسته روژه وي نو كله چې د برات مياشت رادبره شي او ماشومان يې وګوري نو وايي:
براته كونوره – دروژې په مخ كې زغله ، لكه مينځه مروره
د روژې په مياشت كې د ماښام پر وخت يا د كور ماشومان او يا د ګاونډيانو هغه ماشومان چې سره ملګري وي ټول روژه ماتى راوباسي او دوى هم د روژه تيانو په څېر له اذان څخه مخكې راوړل شوي خواړه نه خوري.
كله چې اذان وشي نو ټول په يو غږ چيغې كړي:
روژه ماتې – د بلبلې لكۍ ماتې
كه دبرات په شپه څوك خيرات ورنه كړي نو بيا ورته وايي:
شاه شاهي برات – د كونډې له غوات
د رسول زوى يې كړو خيرات
په دې كور كې نه ونډۍ شته نه خيرات
كله چې د صفرالمضفر يا څپرې مياشت چې پښتني فولكلور كې ورته توره او له بلاووډكه مياشت هم وايي ، تېره شي نو ماشومان د يو لړ مراسمو په ترڅ كې چې په ټولو كورو ګرځي او وايي:
څپرې بلا ووځه – په نيكۍ ورننوځه
يا
نيكي راغله – بدي لاړه – څپره لاړه بلا لاړه
كه د چا زوى پيدا شي نو ماشومان ورځي او د خوږې غوښتنې په ترڅ كې ورته وايي:
ارګوړي – بر ګوړي
خداى دې دومره زامن دركړي چې په غولي درته ښوري.
كله چې د ماشومانو مور لمونځ كوي نو دوى ته هم دنده وركړي چې ذكر وكړي د دې له پاره چې د مور مزاحمت ونه كړي نو دوى ټول سره ګرديګوښ ناست وي او په يو غږ وايي:
الله هو !
چرګه خورو !
الله هو – چرګه خورو
د توتكۍ په نامه يوه مرغۍ ده چې د پسرلي د راتګ پيلامه بلل كېږي . يانې د پسرلي د راتګ سره سم دغه مرغۍ هم راپيدا شي نو كله يې چې ماشومان وويني وايي:
توتكۍ !
دوه تاره دې لكۍ!
يو تار راواچوه غجكه جوړوومه !
خپل ساعت په تېروومه !
دا ډول سندرې ډېرې زياتې دي چې څو بېلګې يې داوې.
د ماشومانو يو بل ډول سندرې چې د مشاعرې بڼه لري او نيمه يې يو او نيمه يې بل وايي.
يانې كه يو يې پيل كړي ، بل سيال يې مجبور دى چې بشپړه يې كړي او كنه نوسيالي يې بايللې ده.
لكه :
لومړى وايي: غنم .
دويم وايي : خبره دې منم
لومړى وايي: جوار
دويم وايي : خبرې دې په وار !
لومړى وايي : ور بشې
دويم وايي :خبرې دې خوشې
يا لكه :
لومړى: دې او تر ډنډه !
دويم : د روې روپۍ ګڼده
لومړى: دې او تر تاخچې
دويم :هندو ګز كړې سرې لچې
لومړى: دې او تر غزني
دويم :وړكى پروت دى بې سوزني
لومړى: دې او تر كابله
دويم :د كابل دروازه بله
د ماشومانو د فولكلوري ادبياتو يو بل ډول كيسۍ دي چې اړونه او ټكونه يې هم بولي .
دوى د ژمي اوږدې شپې په همدغو لنډوي .
دا هم د سيالۍ بڼه لري . يو پوښتنه كوي او بل يې ځواب وركوي.
دا هم په دوه ډوله دي:
1. منظومې
2. منثورې
منظومې كيسۍ:
يو وايي زما يو شى دى وبه يې ښې ؟
له ډلې څخه ورته يو وايي هو!
هغه وايي : ښكرته ځم پورته مې كار دى
د غونډه كۍ پر سر انګار دى
څه شى دى.
يو يې ځواب وايي : چيلم.
په همدې ډول ډېرې كيسۍ دي لكه :
پرېوته د تير غوندې
والوته كجير غوندې
څه شى دى
ځواب : واوره
سور صندق كې خت دى
د سرو غميو ډك دى
څه شى دى
ځواب : انار
څلور يې پښې دي
بې شماره يې كولمې دي
څه شى دى
ځواب : كټ
لښته ده زرلښته ده
نه ماتېږي سخته ده
څه شى دى
ځواب : اوبه
منثورې كيسۍ :
د ورځې ګرځي ، ګرځي ، ګرځي ، چې د شپې راشي د يوې روپۍ ځاى ونيسي
څه شى دى
ځواب : لكړه (همسا)
د ورځې ګرځي ګرځي ګرځي د شپې غنې په ځان راواړوي
څه شى دى
ځواب : سترګې
دماشومانو منظومې او منثورې تمثيلي پارچې :
دا هم د ماشومانو دادبياتو برخه ده چې دساده او د دوى دسويې سره سمو مكالمو څخه جوړې دي او په خپلو ناستو كې يې تمثيلوي لكه د چنډخې او اوښ تمثيل كوي يو د چنډخې تمثيل كوي او بل د اوښ او وايي:
چنډخه : و كږه وږه !
پېغله نجل دې لاندې كړه
اوښ: و چيشتې پيشتې
ته چا ليدې د شپې!
يا د ماشوم او سړي خورې بلا تمثيل :
سړي خوره بلا ړنده وي ماشوم ورته وايي:
ړنده بابا څه ګورې ؟
بلا وايي: ستن ګورم
ماشوم وايي: په ستن څه كوې
ړنده بلا: بوجۍ پرې ګنډم
ماشوم : په بوجۍ څه كوې؟
ړنده بلا: كركڼې پكې راوړم
ماشوم : كه ستن درسره ولټوم بيا ما بوزې؟
ړنده بلا: ستړى به شې
ماشوم : دمه به وكړم
ړنه بلا: وږى به شې
ماشوم: كركڼې به وخورم
ړنده بلا: تږى به شې
ماشوم : ستاچكه چكه وينه به وچيكم.
يا لكه د ګوډ ماما تمثيل :
يو ماشوم ځان ګوډ كړي او نور ورپسې شي ورته وايي:
ګوډ ما ما چېرته ځې
ګوډ : خيرات ته
ماشوم: ما به بونه ځې ؟
....................
نورې د ماشومانو فولكلوري كيسې چې ځينې ورته لويان كوي او ځينې پخله ماشومان كوي په ټولنه كې په سلهاوو موجودې دي.
هغه وخت چې راډيو او ټلويزيون نه و نو په شپو شپو به يې همداكيسې كولې او اوريدلې.
د ماشوم د فولكلوري ادبياتو عمومي موخې:
ماشوم ته د مورنۍ ژبې د مهارتونو ور زده كول، ټولنيز او اخلاقي درسونه وركول، دادبياتو له تخنيكي اړخونو سره اشنا كيدل لكه دمنظومو ادبياتو په اړه د قافيې ، رديف او وزن سره اشناكيدل ، د كيسه ليكنې مهارت تر لاسه كول او د خپلې مورنۍ ژبې د لرغونو ميراثونو خپلول او ورسره بلديدل دي.
همدا راز يو بل ته سره تجروبې انتقالوي او د چاپيريال د ګټورو شتو څخه برخمن كېږي او له ناوړو څخه يې د ځان ژغورنې چل زده كوي.
په پښتو كې د ماشوم د فولكلوري ادب برخه ډېره پراخه، ويړه او شتمنه ده او د زرګونو كلونو په اوږدو كې دغه ذخيره لا شتمنه شوې او پراخه شوې خو له بده مرغه چې ډېر لږ يې راغونډ شوي او نور بېرته هېر شوي دي.
اوس چې نوې ميډيا لكه راډيو، ټلويزيون او فلمونو كليواو بانډو ته لاره كړې د خوښى ځاى دى چې ماشوم له نوې پديدې سره اشنا كېږي خو له بلې خوا يې د ماشوم د فولكلوري ادبياتو شتون له ستر ګواښ سره مخامخ كړى دى.
نو د هيواد د فولكلور څېړونكو دنده ده چې لا اوس هم وخت لري اوله وخت نه په ګټې سره بايد د ماشوم فولكلوري ادبيات او نور فولكلوري توكي په پوره امانت دارۍ سره راغونډ او خوندي كړي او پرې نه ږدي چې زمونږ دا فولكلوري شتمني له منځه لاړه شي.
مونږ كولى شو چې دخپلو فولكلوري ادبياتو نه د ماشوم له پاره دنويو كيسو د ليكلو، كارټوني فلمونو جوړولو، ترانواو نورو په برخه كې كار واخلو .
ځكه په نوره نړۍ كې هم د ماشومانو له پاره په زړوفولكوري بنسټونو ، نوي ادبيات خلق كېږي او په دې توګه زاړه ادب كې نوې ساه ننوزي.
د ماشوم ليكني ادبيات:
لكه څنګه مو چې وويل د ماشوم ادبيات د ماشوم په روزنه كې پوره ونډه لري، له ډېر پخوا نه راپيل شوي او د نړۍ بېلابېلو ملتونو د خپلو ماشومانو د روزلو له پاره تجروبې كړي او د ماشومانو له پاره يې ادبيات خلق كړي دي.
په شلمه پيړۍ كې د ماشوم د روزنې او د ماشوم له پاره د ادبياتو تخليق ملي تجروبې نړيواله بڼه غوره كړه او د ملګرو ملتونو له خوا د ماشوم د حقونو دنړيوالې اعلاميې په تصويبولو سره يونسكو په نړيواله كچه د ماشوم له پاره د زده كړې او ادبياتو د ودې كار پيل كړ، او دماشومانو له پاره راز راز اثار او ادبي ټولګې خپرې شوې ، او ماشوم روزنې نړيواله بڼه غوره كړه:
د ماشوم نړيواله اعلاميه :
په افغانستان كې چې په دوديز ډول د ماشوم له پاره په پښتو او دري ژبو له سونو كلونو راهيسې وخت په وخت ادبي او تربيتي اثار ليكل شوي او ځانګړې خپرونې ورته خپرې شوي ، له څه كم يوې نيمې پيړۍ راهيسې په هيواد كې عصري زده كړې پيل شوي او دماشوم له پاره درسي او ادبي اثار ليكل شوي .
(( د امير شيرعلي خان په دورې كې عصري زده كړې پيل شوي، دا خبره د حبيب الله رفيع په افغانستان كې د عصري زده كړو تاريخي بهير كتاب كې راغلې ده)).

دماشوم له پاره ليكل شوي ادبيات په دوه ډوله دي :
1. د ماشوم هغه ادبيات چې د لويانو له خوا ليكل شوي.
2. هغه چې ماشومانو په خپله ليكلي او خپاره كړي دي.
په دې اثارو كې په درسي كتابونو سربېره يو شمېر درسي مرستيال ادبي اثار هم ليكل شوي او خپاره شوي دي چې مونږ دلته بېلابېلې خبرې پرې كوو .
لومړى په درسي كتابونو كې د ماشومانو له پاره غوره شوې ادبي ليكنې.
په تېره يوه نيمه پيړۍ كې له كومه وخته چې په افغانستان كې عصري درسي زده كړې پيل شوي وخت په وخت ښوونيز نصابونه بدل شوي رابدل شوي او د ژبې په كتابونو كې د ادبي اثارو ټاكل هم په پام كې نيول شوي چې په ځينو كې يې دغه مالګه څه ناڅه برابره ده شعرونه، كيسې ،متلونه، لنډۍ، لطيفې او ادبي ټوټې پكې راغلي دي.
خو په ځينو كې يې د ادب ونډه ډېره خواره او په نيشت شمېر ده.
د بېلګې په توګه : ((لومړى كتاب دپښتو)) دا د هغه درسي كتاب نوم دى چې له نن څخه ۹۲ كاله پخوا يانې په ۱۳۳۵سپوږميز كال كې دارواښاد مولوي صالح محمدخان له خوا دحبيبې مدرسې له پاره ليكل شوى او چاپ شوى دى.
يو وچ درسي كتاب دى چې د هر لوست پيل يې په وچو ګرامري قواعدو شوى .
د دغه كتاب په ټولو ۹۸مخونو او شپږ اويا لوستونو كې يوازې څلور لوسته ادبيات دي چې هغه هم د كتاب په پاى كې راوړل شوي او ۷۰ او ۷۱يم لوست يې متلونه او پنځه اويا او شپږ اويا يې فولكلوري نصيتي كيسې دي.
نو ويلى شو چې په نوموړي كتاب كې ټولټال په سلو كې څلورمه برخه ادبياتو ته ځانګړې شوې ده .
تر دې وروسته معمولاً د ژبې هر كتاب په منظوم حمد او نعت پيل شوى چې په ورپسې درسونو كې يې هم ترانې، لطيفې، كيسې، منظوم نصيحتونه، لنډۍ، متلونه او نورې ادبي ليكنې راغلي دي ، چې ادبيات يې په سلو كې له څلورو پيل اود ټولګي د لوړيدو سره يې د ادبياتو برخه هم لوړه شوې ده.
د بېلګې په توګه د څلوېښت په لسيزه كې علامه عبدالشكور رشاد د يوولسم ټولګي له پاره د پښتو كتاب ليكلى چې نږدې په سلو كې اويا مطالب يې په ادبي ژبه او ادبي كالبونو كې راغلي .
د دغه كتاب په ۱۳۶مخونو كې سل لوسته ځاى شوي چې اويا يې ادبيات او پاتې دېرش يې كه څه هم مطلق ادبيات نه دي خو ځينې يې د ادبياتو اړوند دي لكه د پخوانيو شاعرانو پېژندنه . لكه د شيخ بوستان بړېڅ پېژندنه، د حضرت علي ويناوې او نور چې ويلى شو د نوموړي كتاب د ادبياتو ونډه خوږه ده.
د شهيد سردار محمد داوود خان په دوره كې ښوونيز نصاب ته يوه نوې كتنه وشوه، ژور او وړ بدلونون يې وموند ، د ښوونې د نوي ميتود په رڼا كې د لومړنيو ښوونځيو له پاره كتابونه وليكل شول چې د څلورو مهارتونو ( ليدل، اوريدل، لوستل او ليكل ) د ودې پر بنسټ ولاړ وو او
زده كوونكي د فعاليت مركز وو.
نو موړي نصاب كې د ماشوم د ادبياتو سره سم دماشوم ادبي وده هم په پام كې نيول شوې وه.
لنډې مكالمې يې ورته جوړولې او شعرونه او ترانې يې هم د همغو په ترڅ كې ورته راوړلې چې د ماشوم ادبي ذوق يې هڅاوه.
دغه نصاب تر شپږم ټولګي پورې جوړ شو چې لومړى په ځينو تجروبوي ښوونځيو كې تطبيق شو او ورپسې په ټول معارف كې پلى شو خو له بده مرغه چې د عاميدو سره سم د غويي كودتا وشوه، حالات واوښتل ، د هيواد هرڅه د پردي سياست ښكار شول چې په دې لړ كې ښوونيز نصاب هم په امن كې پاتې نه شو او كودتاچيانو په لومړي ګام كې د خپلې ايډيولوژۍ د تبليغ له پاره كار ترې واخيست.
درسي كتابونو كې د ادبياتو برخه هم د سياسي تبليغ له پاره وقف شوه.
راځئ چې د پښتو لومړى كتاب يې راواړوو .
تر دې وړاندې د هرې ژبې پيل په حمد او نعت كيدو چې د مذهب سره سره ادبيات هم وو خو د دوى لومړى لوست د ادب پر ځاى له جغرافيې پيل كړى، خپل نښان يې پكې معرفي كړى او خپل سياست يې پكې پلى كړى دى.
درېيم لوست يې په دې شعارونو ډك شوى ((دا زمونږ د ډيموكراټيك جمهوريت نښان دى، زمونږ دولت د كرګرانو او بزګرانو دولت دى.
څلورم لوست يې دى (( زمونږ دولت يو انقلابي دولت دى)).
زمونږ دولت د زيار ايستونكو دولت دى.
پنځم لوست يې تش په يوم او يوې ډك شوى چې د بزګري دولت نښې دي.
په شپږم لوست كې يې لولو:
ډوډۍ ، كالي او كور د خلكو لومړنۍ اړتيا ده)).
د ثور انقلاب د ريښتونو ازاديو زيرى لري.
اووم لوست يې په دې شعار پيلېږي:
مړ دې وي، امپرياليزم او فيوډاليزم .
اتم لوست يې دى:
دا د ثور د انقلاب ټانكونه دي. انقلابي عسكرو ارګ په توپونو وويشتو.
كه څه هم د دغه كتاب لوستونه لنډ دي او د ماشوم له پاره د مشق او تمرين برخه هم لري خو دې ته پام نه دى شوى چې ايا د لومړي ټولګي ماشوم، د هغه ماشوم ذهن، كم عمر، به د فيوډاليزم او امپرياليزم كليمې څنګه هضم كړاى شي؟
يا دا چې ماشوم ته په لومړي ټولګي كې عسكرو ارګ په توپونو وويشتو د ژبې په كتاب كې ښودل د ژبې او ادبياتو سره څومره اړتيا لري؟
او دا هم نه ده معلومه چې د دوى موخه د ماشوم څلورګونو مهارتونو ته وده وركول دي او كه تخريبول؟
دوى په سياست كې دومره ورك شوي چې د لومړي ټولګي دژبې په كتاب كې يې يوه كرښه هم د ماشوم پر ادبياتو نه ده توره كړې.
له بلې خوا د مهاجرت په ټاټوبي كې هم د ماشومانو د زده كړې اړتيا وه، هلته هم د ماشوم له پاره د لوست كتابونه ليكل كيده چې يو شمېر افغان كمشنرۍ ليكل، بل شمېر يې افغان جهادي ګوندونو.
د جهادي ګوندونو كتابونه هم تر ډېره د دوى په موخو راڅرخيدل او د ماشوم د سن اوارواپوهنې خيال پكې نه ساتل كيده.
دوى هم ماشومانو ته له لومړي سره د تورې، ټوپك ، غزا او شهادت درسونه ورښودل . كه څه هم ژبه يې درنده او د ماشومانو له سويې لوړه وه خو بيا يې هم د كمونيستي رژيم غوندې ژبه پردۍ نه وه چې د فيوډاليزم او امپرياليزم كليمې يې په لومړي ټولګي كې پرې تمرين كولې.
ادبيات يې هم پكې ځاى كړى وو خو د ماشوم دمحيط او پوهې سره سم نه وو.
د دې تر څنګ د افغان مهاجرينو له پاره ځينو نورو ادارو هم كتابونه جوړول لكه : د افغاني مهاجرينو د تعليم او تربيې د ادارې او د افغانستان د جهاد ثقافتي شورا كتابونه چې د الف ، ب د توري يې ماشوم ته د تصويري كليمو په واسطه ورپېژندلي دي.
يانې د انار تصوير او كليمه يې ليكلى او بيا يې الف ترې ماشومانو ته ورپېژندلى.
خو په پاى كې د جهاد او هجرت اړوند درسونه هم لري چې ماشوم ته څه ناڅه درانده دي.
او ادبي ونډه يې هم نږدې په سلو كې پنځه ده.
د مهاجرت په وروستيو كلونو كې د افغان مهاجرو له پاره اساسي زده كړې (بيفير) ادارې له خوا چې د جي ټي زيډ ادارې يوه څانګه وه لومړيو ټولګيو له پاره د نوي او معياري ميتود سره سم كتابونه چاپ كړل چې د ماشوم ځانګړنې او نړيوال نورمونو ته يې پاملرنه كړې وه. ادبياتو ته يې هم وړ ونډه وركړې وه او ملي مفاهيم يې پكې ځاى كړي وو.
د طالب واكمنۍ پر مهال هم د ژبې درسي كتابونه چاپ شول چې تصويري برخه يې نيمګړې وه.
ځكه د ژونديو څيزونو تصويرونه يې نه پرېښودل.
دوى هم د معمول سره سم توري د كليمو په واسطه ورپېژندلي دي او د كل په واسطه يې د جز معرفي كړې ده. د لومړي ټولګي كتاب يې دوه اويا لوسته او پنځه اويا مخونه لري چې د ادبياتو ونډه يې په سلو كې څلور ده.
تر طالبانو راوروسته په ۱۳۸۱لمريز كال كې د افغانستان نوي حكومت هم د ماشومانو د نورو كتابونو ترڅنګ د ژبې كتابونه خپاره كړل.
دوى هم د يو شمېر نورو په څېر توري د كليمو په واسطه معرفي كړي خو د ماشوم د لومړي ټولګي كتاب يې په حمد پيل كړى چې ښوونځي ته د نوي راغلي ماشوم له پاره چې د الف با توري يې لا نه وي زده كړي پر حمد پوهيدل خورا دروند كار دى.
په دې كتاب كې دا سوچ نه دى شوى چې تر اوسه مو ماشوم ته الف هم نه دى ورزده كړى نو په يوحمد كې له الف نه تر يا اكثره توري راغلي وي ايا ماشوم به له لومړي سره زړه تورۍ نه شي؟
بيا هم ادبياتو ته يې ونډه وركړى او د ورځني ژوند سره تړلې ساده جملې يې پكې راوړي دي.
تر دې ځايه مونږ د ښوونيز نصاب د لومړيو ټولګيو د پښتو ژبې كتابونه واړول راواړول چې د ادبياتو برخه يې په سلو كې له څلور تر پنځو پورې وه.
له دوهم ټولګي نه مخ په بره ورو ورو د پښتو ژبې په درسي كتابونو كې د ادبي مطالبو ونډه زياتېږي چې تر ۱۲ ټولګي پورې په سلو كې اويا ته رسېږي.
او حتى د شپيتم په لسيزه كې يانې د كمونيستي رژيم په دوره كې دپښتو ژبې دكتاب پر ځاى د هيواد ادبيات په نامه درسي كتابونه خپريدل ، چې د شاعرانو ژوند ليكونه او شعرونه به پكې وو او يوه تذكيره يي بڼه يې درلوده.
خو دې لړۍ د ژبې زده كړې او ودې موخه تر پښو لاندې كړې او يوازې شعر او شاعر ته يې محدوده كړې نو ځكه بريالۍ نه شوه او بېرته د پښتو ژبې د زده كړې د كتابونو لړۍ راپيل شوه.
په درسي كتابونو كې د ادبي مطالبو راتلل بيا هم د ماشوم مستقيم ادبيات نه دي او د ژبې په كتاب كې د درسي هدفونو له پاره د نظم او نثر پارچې راغلي دي خو بيا هم ګټه يې دا وه چې ماشومان يې له ادب او ادبي اصنافو سره اشنا كول. .
د ماشوم اصلي ادبيات هغه دي چې په نړۍ كې د ځانګړيو ادارو له خوا ماشوم ته د مجلې او كتاب په بڼه، د كارټون او فلم په بڼه د ډرامې او طنز په بڼه او نورو پرمختلليو بڼو چمتو كېږي .
له بده مرغه چې د پښتون ماشوم له پاره دا كار ډېر لږ شوى.
د ماشومانو له پاره موقوتې خپرونې ارواښاد محمود طرزي د سراج الاطفال په نامه په ۱۳۹۶لمريز كال كې پيل وې خو پښتو برخه پكې نه وه چې بيا په ۱۳۹۸لمريز كال كې د معارف معارف جملې په خپريدو دا لړۍ وغځيده او د ماشومانو له پاره يې پښتو مطالب هم درلودل.
او د بېلګې په توګه يې د يوې ورځې غيرحاضرۍ تر سرليك لاندې ډرامه ګۍ يا دولى شو چې پكې خپره شوې ده.
په ۱۳۳۹لمريز كال كې د وړو انيس خپور شو، بيا يې نوم د كمكيانو انيس او د كمكيانو ژوندون شو.
په همدې كال د پوهنې وزارت د كوچنيانو ژغ مجله خپره كړه ، چې په دې خپرونو كې هم د ماشوم له پاره ادبيات خپريدل او هم د ماشوم خپلې ليكنې او ادبيات په كې خپريدل.
همدې د ۳۰ په لسيزه كې په ښوونځيو كې د يوالي جريدې هم پيل شوې چې زده كوونكو به په خپل قلم ليكلې او خپل ليكلي او خوښ كړي ادبيات به يې په كې راوړل.
په ۱۳۳۰ لمريز كال كې د سردار محمد داوود خان د صدارت په دوره كې د ماشومانو له پاره څو د كيسو كتابونه چاپ شول لكه د واورو لوبې او نور .
تر دې وروسته بيا دا كار په ټپه ولاړ و خو د سردار محمد داوودخان د جمهوريت په دوره كې ماشومانو ته څو وړې وړې رسالې خپرې شوې لكه زمونږ ملي سرود، د افغانستان جمهوريت د كمكيانو په خدمت كې شپږ ټوكه ، لقه موټر ، او نور .
په دې ترڅ كې نورې خورې ورې هڅې هم شوي او انفرادي كتابونه چاپ شوي دي.
د مهاجرت پر مهال ځينې ليكوالو د ماشومانو له پاره ځانګړي ادبي كتابونه وليكل لكه د كور مؤسسې د سيندبار پېښې، د طرابليس زمريان او نور چاپ كړي .
همدا راز د امان كتاب خپرولو مؤسسې له خوا د استاد حبيب الله رفيع درې كتابونه چې نښانې او ترانې، تمه ، وو نه وو په نامه كتابونه چاپ كړل.
په دې لاره كې د نورو سره سره د ماشوم په ادبياتو كې اغېزمن كار د بي بي سي تعليمي پروژې د انا افغان نشراتي ادارې له خوا چاپ شوي چې تر شلو زياتې تصويري كيسې يې خپرې كړي چې د ماشومانو له پاره ښوونيز درسونه لري او په عين حال كې يې ادبي تنده هم ماتولى شي.
همدا راز د كابل علمي او فرهنګي مركز ميډيوټيك هم د ماشومانو له پاره يو څو كيسې ژباړلي او د كتاب په بڼه خپرې كړي دي.
همدا راز په ځوانانو كې اجمل تورمان ته يوازينى كس ويلى شو چې د ماشومانو له پاره كيسې او شعرونه ليكي.
ده د ماشومانو له پاره دوه كيسه ايزې ټولګې چې د (( ادم خان لالا نكلونه او او زړه بيزو چاپ كړي دي.
عثمان نژند او نورو هم د ماشومانو له پاره ځانګړي كتابونه خپاره كړي دي.
اوس چې مونږ د ماشوم د پښتو ادبياتو لټون پسې له دې اوږده سفره راستنېږو نو زمونږ ټوله لاسته راوړنه تر سلو رسالو او كتابګوڅخه نه اوړي.
نو په دې تناسب د مليونونو پښتنو ماشومانو له پاره دا كار د نيشت په شمېر دى او د ماشوم د ادبياتو ونډه ډېره خواره ده.
نو بايد د دې لوى او مهم كار له پاره چې زمونږ د ماشوم د ادبي روزنې بنسټ ږدي ، بايد ځانګړې او لوى ادارې جوړې شي، زمونږ دولت ، علمي مؤسسې ، پانګه وال او ليكوال بايد خپلې هڅې سره غبرګې كړي او د پښتون ماشوم د ذهني ودې له پاره يو نه ستړى كيدونكى بهير پيل كړي.
او زمونږ محروم او بې برخې ماشوم ته لږ تر لږه يوه د هيلې تته رڼا بله كړي.
په همدې هيله