
د وردګو مرکزي عالي شورا
د کلتوري چارو کمیسیون
د اختریزې غونډې لنډ راپور
ګل آغا احمدي وردګ
د ۱۳۸۹ د وږي په ۲۰ نیټه چې د ۱۴۳۱ د شوال المکرم یا کوچني اختر د دویمې نیټې سره سمون لري په کابل کې د وردګو د مرکزي عالي شوری د دفتر د مجلسونو په تالار کې د کابل میشتو وردګو له خوا د همدې شورا په نوښت لویه اختریزه غونډه جوړه شوه چې کابو ۱۰۰۰ کسانو ګډون پکې کړی وو او د اختر مراسم یې په دودیز ډول سره و نمانځل.
غونډه د سهار په ۹ بجو د ګډونوالو د بهیر په راتګ، له یو بل سره د خوښۍ د شریکولو او د اختر د مبارکۍ د الفاظو په نذرانه کولو سره پيل شوه. نوموړې غونډې د دې لپاره چې د اختر د عظیمې ورځې دودیزو مراسمو ته په زیاته پیمانه ځای ورکړل شوی وي نو د ویناوو لپاره یې رسمي چوکاټ ځای په نظر کې نه وو نیولی بلکي د څو مشرانو د مختصرو خبرو او دعایې په لوستلو سره د غرمې څخه د مخه په ۱۱ بجو پای ته ورسیده.
په دغو مراسمو کې چې د خوښۍ د ولولو سره یو ځای مخته تلل د وردګو د عالي مرکزي شورا په غړو سربیره د وردګو قومي مشرانو، د کابل ښار د وردګو د جوماتونو استازو، دینې عالمانو، پوهانو، استادانو، ځوانانو، محصلینو او عامو وګړو ګډون کړی وو. همدارنګه د ګډونوالو په ډله کې د پوهنې جلالتمآب وزیر فاروق وردګ، د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر جلالتمآب عبدالکریم خرم، د ملي امنیت لوی رییس محترم انجنیر رحمت الله نبیل، د وردګو او میدان والي محترم محمد حلیم فدایي او ګڼ شمیر سیاسي، نظامي او ټولنیزو مشرانو هم غونډې ته تشریف راوړی وو او په کابل کې یې د وردګو له خلکو سره د کوچني اختر د مبارکۍ ولولې شریکې کړې.
د غونډې لومړی ویناوال د وردګو د مرکزي عالي شوری رییس محترم انجنیر محمد طاوس ساجد وو چې د خپلو خبرو په ترځ کې یې د مسلمانانو د دې لوی دیني او ټولنیز جشن په مناسبت د خلکو د راټولیدلو، له یو بل سره د اختر د مبارکۍ د الفاظو د څرګندولو، د اخترونو د دودیزو رواجونو د ساتلو او همدارنګه زموږ د خلکو تر منځ د یووالي د ټینګښت په برخه کې خپل نظریات له ګډونوالو سره شریک کړل او په دې اختریزه غونډه کې یې زموږ د خلکو پراخ ګډون خورا مهم و ګاڼه. نوموړي همدارنګه کلک هوډ څرګند کړ چې د خپل توان په اندازه به د خپلو خلکو خدمت کوي او زموږ د خلکو د هراړخیزو حقوقو د لاسته راوړلو په لاره کې به هیڅ ډول هڅې نه سپموي. د وردګو د مرکزي عالي شورا رییس په همدې توګه د غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، د اختر ځانګړې مبارکي یې ورسره شریکه کړه او خوښي یې څرګنده کړه چې زموږ خلکو په خپله خوښه په دې لویه، ښکلې او پرتمینه غونډه کې خپل ګډون یقیني کړی او د یووالي یوه بې ساري ننداره یې وړاندې کړه. نوموړي همدارنګه د وردګو له مشرانو او لوړ رتبه حکومتي چارواکو څخه په ځانګړې توګه مننه وکړه چې له خپلو خلکو سره د اختر د خوښیو د نمانځلو غونډې ته یې تشریف راوړی او د وردګو د مرکزي عالي شورا لارښودې شورا ته یې ویاړ په برخه کړ. نوموړي د غازي محمد جانخان د علمي او کلتوري ټولنې له مشر محترم انجنیر احسان الله آرینزي څخه ځانګړې مننه وکړه چې تر دې د مخه به یې د دې ډول اختریزو غونډو د جوړیدلو نوښت او کوربه توب کاوه او دا څو تیر کلونه یې پخپل نوښت کابل میشتي وردګ په اختریزو غونډو کې د ګډون لپاره رابللي دي.
د غونډې دویم ویناوال د هیواد د پوهنې وزیر جلالتمآب فاروق وردګ وو چې د خپلو خبرو په ترځ کې یې د وردګو د مرکزي عالي شوری نوښت و ستایه او د وردګو اختریزه غونډه یې د یوه بریالي ابتکار په توګه و ګڼله. د پوهنې جلالتمآب وزیر زیاته کړه چې له ډیره وخت راهیسې دا زموږ د خلکو هیله او آرمان وو چې له خپل منځ څخه د هیواد په سطح داسې یوه مبتکره شوری جوړه کړي چې زموږ د خلکو یووالی په ریښتنې توګه تمثیل کړي، زموږ د خلکو د ستونزو د حل په لاره کې ګټوره واقع شي او د هیواد د پرمختګ په لاره کې د سترو سترو موخو د تحقق لپاره کار وکړي. دا دي نن زموږ خلک په دې بریالي شول او د خپلو هیلو سره سم یې یوه موثره او برخلیک ټاکونکې شوری جوړه کړه او بیا یې د خپلې شورا لپاره داسې یوه رهبري انتخاب کړه چې زموږ خلک بشپړ باور ور باندې لري او زموږ ټولو لپاره د ویاړ ځای دی. دغه شوری د رهبریت، پوهې، ابتکار، هڅو او کار له امله یوه اغیزمنه رهبري ده او موږ هیله من یو چې په خپلو ټولو موخو کې به بریالۍ راوزي چې د نن ورځې شانداره او ستره غونډه یې د بریالیتوب غوره نمونه ګڼل کیږي. د پوهنې وزیر د خپلو خبرو په ترځ کې زیاته کړه موږ په دې تیرو څو کلونو کې تر ۱۶ دغه ډول غونډې کړې دي چې د اخترونو او نورو مناسبتونو په ویاړ به راټولیدو خو زموږ د خلکو په دومره لوی شمیر ګډونوال او ښکلې غونډه تر اوسه نه وه تیره شوې چې دا کار د دې شوری د غوره رهبریت او ښې ادارې ویندويي کوي او موږ یې په کامله توګه ملاتړ کوو او تاسو ته هم بلنه درکوو چې د خپلې شورا ټولې کړنې د بریالیتوب په وړانګو ښکلې کړی.
د غونډې دریم ګډونوال د وردګو او میدان د ولایت والي محترم محمد حلیم فدايي وو چې د خپلو خبرو په ترځ کې یې د اختر د ورځې اهمیت د اسلامي لارښوونو په رڼا کې څرګند کړ. نوموړي وویل لومړۍ خبره دا چې د اخترونو د ورځې نمانځل او ټولنیز عبادات مسلمانانو ته یووالي، شریک ژوند او له یو بل سره د هراړخیزې همکارۍ او سوله ایز ژوند ویندوی دي او په دغه ډول راټولیدنو کې د مسلمانانو یووالی په ښه توګه انعکاس مومي. د وردګو والي د دې اصل د ښه وضاحت لپاره په انفرادي او جماعت سره د لمونځ مثال ورکړ او ویې ویل چې د انفرادي لمانځه په نسبت د جماعت لمونځ ځکه ۲۶ درجې فضیلت لري چې د جماعت په لمانځه کې د مسلمانانو یووالی په ښه توګه تمثیل کیږي. دویمه خبره دا چې له اسلام څخه د مخه د کال په اوږدو کې په عربي ټولنو کې دوې ورځې د نیروز او مهراجان په نومونو نمانځل کیدې خو کله چې اسلام راغی نو پيغمبر (ص) دغه دوې ورځې د ستر پروردګار (ج) په امر په لوی او کوچني اختر بدلې کړې او پر هغو جاهلي رواجونو یې د بطلان کرښه راکش کړه چې له اسلام څخه د مخه په عربي ټولنو کې حاکم وو او د خلکو د پرمختګ مخه یې نیولې وه. دریم دا چې که موږ و غواړو چې ټولنیز اصلاحات راولو نو باید چې د ستونزو او شکایتونو د بیانولو سره سم مناسبې حل لارې هم ورته په ګوته کړو او یوازې د شکایتونو او مشکلاتو په بیانولو باندې اکتفا و نه کړو لکه پیغمبر (ص) چې د هر مشکل سره سم هغه ته مناسب حل موندلی او ټولنه یې د پرمختګ په لوري رهبري کړې ده. د وردګو او میدان والي همدارنګه وویل چې د وردګو باطور او زړور ولس خلک لکه څنګه د ویاړونو د شملو ولس دی او پخپله لمنه کې د ستر غازي محمد جانخان په څیر ګڼ ملي اتلان روزلي دي همدارنګه د قلم، پوهې، تدبیر او هیواد ته د خدمتګارو شخصتونو د وړاندې کولو مخکښ ولس هم دی چې د افغانستان په سیاسي، کلتوري، نظامي، ټولنیز او هراړخیز ډګر کې د خدمت په موخه د ګڼو وردګ شخصتونو راټوکیدل او هیواد ته نه ستړي کیدونکي خدمتونه وړاندې کول د دې خبرې د پخلي لپاره غوره ثبوت دی. نو ضروري ده چې د وردګو قوم د خپلو باطورو بچیانو او هیوادپالو خدمتګارانو په پلونو قدم کښیږدي او خپله سیمه د امن، سولې، تعلیم، بیا رغونې، ښې روزنې او هراړخیزې آبادۍ نمونه و ګرځوي. نوموړي وویل چې ولایتي اداره ستاسو سره ستاسو د آرمانونو په غوړیدو کې تل همکاره ده او ستاسو هر ډول خدمت د خپلو امکاناتو په حدودو کې د خپل ځان فرض ګڼي. همدارنګه نوموړي وړاندیز وکړ چې که د افغانستان نور ولایتونه هم ورته ګام پورته کړي او د وردګو د مرکزي عالي شوری د ماډل په څیر شوراګانې جوړې کړي نو دا کار به په ټولیزه توګه د افغانانو د پرمختګ سبب شي او زیاتې ستونزې به یې له دې لارې حل شي.
د غونډې وروستی ویناوال د غازي محمد جانخان د علمي او کلتوري ټولنې مشر محترم انجنیر احسان الله آرینزی وو چې د خپلو خبرو په ترځ کې یې د وردګو د مرکزي عالي شورا جوړیدل یو نیک ګام و باله او دغه لویه اختریزه غونډه یې و ستایله. نوموړي همدارنګه وویل چې دغه ډول شورا ګانې باید د یوې خولې یا پګړۍ په څیر د قوم د وګړو په سر باندې د تحمیل کیدو حیثیت و نه لري بلکي په ټولنه کې هغه آرمانونه، هیلې او هراړخیز خوځښتونه له ځان سره ملګري کړي چې د عامو خلکو په اذهانو کې چکر وهي او په ټیټه او منځنۍ کچه یې د ټولنې په زړه کې خپل موجودیت یقیني کړی دی. محترم آرینزي صاحب همدارنګه وویل چې د غازي محمد جانخان ټولنه چې پخوا به یې د وردګو د اختریزو غونډو کوربه توب کاوه د وردګو د مرکزي عالي شورا په جوړیدو له حده زیاته خوښه ده او خپله هر ډول همکاري ورسره اعلانوي او موږ له دغه شورا سره د قلم، قدم او درهم تر سرحده مرستې ته ولاړ یو او هیڅ راز همکاري به ورڅخه و نه سپموو. د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې ښاغلي آرینزي صاحب د ملي امنیت نوي رییس، محترمو وزیر صاحبانو او ټولو لوړ رتبه دولتي چارواکو ته په خپلو دندو کې د پوره بریالیتوب هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د تاریخ په یوه حساس پړاو کې یې د هیوادوالو لپاره د مسوولیت څخه ډکو دندو په چوکاټ کې د خدمت مټې را بډ وهلې دي.
د وردګو د اختریزې غونډې په ترځ کې د وردګو د کلتوري یون له خوا ځینې چاپي آثار لکه د وردګو تاریخ، د غازي محمد جانخان تاریخ، د محمد ارسلان سلیمي ژوند لیک او نهمه مڼې ګل شعري ټولګه او همدارنګه د مڼې مجلې دریمه او تازه چاپ شوې ګڼه د غونډې په ګډونوالو باندې و ویشل شول. غونډه د وردګو د ولایت د عالمانو د شوری د رییس محترم مولوي شیرین شجاعت په دعایې سره پای ته ورسیده.
د غونډې ځانګړنې
د کوچني اختر دغه غونډه چې د وردګو د مرکزي عالي شورا په نوښت جوړه شوې وه ګڼې ځانګړنې او نوښتیز اړخونه درلودل چې ځینو ته په لاندې ډول اشاره کیږي:
1. لکه چې د مخه وویل شول د کوچني اختر په مناسبت په دغه جوړه شوې غونډه کې د ګډونوالو شمیر تر نورو کلونو څخه په مراتبو زیات وو.
2. په دې غونډه کې هیڅ داسې خبره یا نظر و نه لیدل شو چې د چا خوا پرې بده شوې وي او یا هم کوم فرد او یا اړخ ته د نارضایتۍ سبب ګرځیدلی وي.
3. داسې معلومیده چې زموږ خلکو له پخوا څخه په ښه توګه درک کړې ده چې یوازې ریښتنی یووالی دوی د خپلو هیلو او آرمانونو هسکې پوړۍ ته رسولی شي.
4. د انسانانو د زړونو او نیتونو د حقیقي راز څخه یوازې الله پاک په ښه توګه خبر دی خو په دې غونډه کې ټولو ګډونوالو د ښه نیت، عملي اقداماتو او مثبتو کړنو اظهار کاوه او د وردګو په یووالي له حده زیات خوښ ښکاریدل.
5. د سږ کال په اختریزه غونډه کې د وردګو دودیزو رواجونو ته زیاته پاملرنه شوې وه او ګډونوالو فرصت درلود چې له یو بل سره په آزاده فضا کې د زړه خواله وکړي او په دودیز ډول د اختر د نمانځلو فرصت تر لاسه کړي.
6. د سږ کال په غونډه کې د وردګو د هرې طبقې څخه خلکو خپل ګډون یقیني کړی وو او غونډې ته د سترو چارواکو او ولایتي مسوولینو راتلل ځانګړی تاثیر درلود او بیله ښکلا یې ورته ته بخښلې وه.
7. د غونډې د تمویل په برخه کې هم د وردګو یو شمیر هیوادپالو شخصیتونو د زړه له اخلاصه مرسته کړې وه او په هره برخه کې چې د شورا رهبرۍ مخ ورته اړولی وو نو هیچا هم له هر اړخیزو هڅو او مالي قربانۍ څخه ډه ډه نه وه کړې.
8. د غونډې په لړ کې د وردګو د کلتوري یون له خوا د منظمو چاپي مطبوعاتو او کتابونو ویشل او له هغه سره د ګډونوالو علاقې غونډې ته بیله ښکلا ور بخښلې وه او لرې نه ده چې په دې لړ کې نورې زیاتې بریاوې هم زموږ د ولس په برخه شي.
9. د غونډې په لړ کې د ځینو مشرانو له خوا مختصرو او ګټورو خبرو د غونډې ګډونوالو ته د هیلو او امیدونو څخه ډک الهامونه درلودل او لرې نه ده چې دغه ګټورې څرګندونې د یوې بریالۍ ټولنې د جوړولو لپاره د عمل په ډګر کې پلې او زموږ د خلکو آرمانونه په حقیقت بدل شي.