
روهي (درې نۍ/۱۸ د مرغومي)، د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي چې هڅه کوي، ترڅو وسله وال طالبان د سولې خبرو مېز ته کېنوي.
نوموړي په ترکيه کې د (ټي ار ټي) په نوم له يوې ترکيۍ رسنۍ په خبرو کې ويلي دي، چې د حکومت هڅې يې دا دې چې طالبان د خبرو مېز ته کېنوي.
عمران خان ويلي، "د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه حليږي او له ښه مرغه اوس ټول په دې خبره موافق هم دي. پاکستان د افغانستان ګاونډی دی او مونږ هڅه کوو چې طالبان له امريکا او افغان حکومت سره خبرو ته کېنوو."
نوموړي د پاکستان د بهرنۍ پالېسۍ په اړه ويلي دي، "اوس مونږ د چا په خاطر جګړه نه کوو او نه هم له چا پيسې اخلو، اوس مونږ ته هغه څه مهم دي، چې د پاکستاني ولس لپاره غوره وي."
افغان حکومت څو ځلې له امريکا او نړيوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره د سولې خبرو په پار بايد پر پاکستان فشار زيات شي. خو پاکستان پر طالبانو د خپل ډېر نفوذ او يا په ياد هېواد کې د طالبانو د پټنځايونو خبرې ردوي.