
روهي (درې نۍ/۱۸ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو سپنې ماڼۍ د خبرپاڼې په اساس ويلی شوي دي، چې ولسمشر دونالډ ټرمپ او د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي په ټيلفون سره خبرې کړې دي.
مودي او ټرمپ په افغانستان کې د دواړو هېوادونو په همکاري غږېدلي دي او په ګډ کار يې ټېنګار کړی دی.
د افغانستان د موضوع ترڅنګ دواړو مشرانو د هند او امريکا په سوداګرۍ او دوه اړخېزو اړيکو هم خبرې کړي دي.
ټرمپ او مودي په داسې وخت کې سره غږيږي، چې تېره اونۍ ولسمشر ټرمپ د کابينې په ناسته کې ويلي وو، چې د افغانستان په موضوع کې د امريکا پر ځای، تر ډېره بايد د سيمې هېوادونه؛ پاکستان، روسيه او هند دننه شي.