د مالېزيا پاچا (سلطان محمد) په يوې روسۍ جينۍ عاشق شوی او پاچاهي يې پرېښوده

روهي (دوه نۍ/۱۷ د مرغومي)، د رسنيو د خبرونو په اساس د ماليزيا هېواد پاچا سلطان محمد د روسيې هېواد د ښکلا پرې يوې ملکې عاشق شوی او په پار يې پاچاهي خوشې کړې ده.

د پاچا سلطان محمد په اړه په ټولنيزو او نورو رسنيو کې داسې خبرونه نشر کيږي، چې د (اکسانا) په نوم له يوې روسۍ جينۍ سره يې وداه کړی دی.

د مالېزيا پاچا له تېرو دوه مياشتو له هېواد بهر شوی او په رخصتيو سر دی. د مالېزيا حکومت تر اوسه د دغه موضوع په اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی.

داسې پېښې په تاريخ کې تېرې شوې خو په اوسنۍ ۲۱مه پيړۍ کې د مينې په پار د پاچاهۍ، واک او ځواک پرېښودل يوه ښېښنده پېښه ده.