
څوک چې ۴۰ کاله جګړه تجربه کړي نو د ارام او سولېيز ژوند لپاره به یې تنده همدومره ډیره وي لکه افغان ولس چې په تېرکوچني اخترکې وښوده، دې درې ورځني اوربند د ولس په زړونو کې داسې نوې هیلې وکرلې چې هیڅ وړاندوینه یې نه شوه کیدله، د هلمند څخه پیل شوي د سولې خوځښت ته یې یونوی رنګ ورکړ، په فزیکي او فکري لحاظ یې غښتلی کړ. د یو واقعیت په توګه لکه چې دا هڅې بې مخینې دي همداسې یې د جنګ په دواړو غاړو اغیزهم بې مخینې دی، نړیوال ملا تړ د دې هڅو د فشارقوه لا پسې ډېره کړېده. موږ ټول پدې پوهیږو چې په دواړو غاړوکې د دې هڅو ملاتړکوونکي او مخالفین وجود لري چې شونې ده دا ملاتړ اومخالفت ترډېره پټ وساتل شي. مخالفین یې د جنګ په روان ساتلو کې یا خو خپلې مادي ګټې لري او یا هم په افغان جنګ کې د ښکېلو سیمه ېيزواونړیوالو لوبغاړود ګټوخوندي ساتلو لپاره په شعوري یا غیرشعوري ډول دا غاړه نیسي. دا ویل به ډېر ګران وي چې د جنګي میدان له لوبغاړو دې کوم یو د دې میدان د ګټلوهیله ولري، حتی دا هم اسانه نه ده چې ووایو ایا کوم یو یې د ګټلو پلان هم لري؟ کنه یواځې د لوبې جریان یې خوښیږي؟
حساس پړاو
یوڅه چې بې له شکه یې ویلی شو دا دي چې پدې میدان کې د سر په سترګولیدونکي افغان لوبغاړي دواړه خواوې هڅه کوي چې د ولس زړونه وګټي. زما په اند دا په وینولړلي او جنګ ځپلي زړونه ناڅاپي او په وروستي ډول بولۍ ته وړاندې شویدي، سودا کول یې داسې کرنسۍ ته اړتیا لري چې جعل پکې هیڅ وجود ونه لري، ډېره ځیرکتیا غواړي،صداقت، ولسي اووطني مینه په دې بولۍ کې د ګډون لومړني شرطونه دي. دا ډېرحساس پړاو دی، بایلونکي به یې د جبران موقع ته تمه و نه لري. نور ولس ته د دوکې ورکولو هڅې د ګټې پرځای تاوان کوي.
دا ستړی ولس، سمه ده بې وسه به وي خو هوښیارشوی دی ځکه یې پروړاندې ډېرې هنري او ریښتینې سیاسي لوبې ته اړتیاده. د سولې د ملاتړو اومخالفینو تر منځ انډول د پام وړنه دی چې ثبوت یې د تېر کوچني اختر په اول باب او اول فصل کې تېرشویدی. دې باب (د کوچني اختراوربند) نه یواځې دا بلکې د اوسني دور د سیاسیونولپاره نور ډېرپه زړه پوري درسونه د ثبوتونو سره درلودل، یواځې هوښیاران ترې پند اخېستلی شي.
داسې خبرې هم کیږي چې د سولې اوسنيوخوځښتونوکې د بهرنیانو لاس دی. که افغانانوپیل کړي وي یا بهرنیانوخوچې زموږ د یوې مور د بورې کیدو او د یوه افغان ماشوم د یتم کیدو څخه د مخنیوي په لاره کې مرسته وکړي څوک به یې رد نه کړي. کله چې څوک مڼه اخلي ورته مهمه نده چې د دې مڼې بوټی په پاکواوبوخړوب شوی او که په ناپاکو؟ کوم څه چې پدې وخت کې د فکر وړ دي د مڼې رنګ اوظاهري بڼه ده.
هرڅوک چې د دې ولس د وینو د تویدو د مخنیوي لپاره هڅه کوي د سولې پلوی وي د هیواد د ننه وي که بهر، یو یو قدم يې پدې لاره کې د قدراوستاینې وړدی. ولس سوله غواړي څرنګوالی يې په طرفینوپوري اړه لري. که موږ د بل افغان د وژلو لپاره بهرنی مرسته منلی شي نو د ژوند د ساتلولپاره خویې په طریقه اولا سره د منلو وړده. په الاهي قول چې مفهوم یې دی: (چاچې د یو چا ژوند وژغوره لکه د ټول انسانیت ژوند يې چې ژغورلی وي...( المائده۳۲ ) عقیدې سره. موږ د دې ژوند ژغورونکو د کاروان لارویان یو.