د افغانستان د ملت د ولسي سازمان اعلاميه

بسم الله الرحمن الرحيم
ټاکل شوې ده چه د روان یعنی (1389 ( لمریز کال د سنبلی د مياشتې په اوه ویشتمه (27) نېټه افغانستان کې پارلماني (د ولسی جرگی) ټاکنې ترسره شي. که څه هم چې د هېواد سياسي، امنيتي حالات د رښتينو ټاکنو لپاره بالکل نه دي برابر او د هېواد په ډېرو برخو کې د ټاکنیزو حوزو نشتوالی، د نوماندانو، رايه ور کوونکو، د ټاکنو د کمیسیون کارکوونکو، د ټاکنیز بهیر ناپیلیو څارونکو او د رايې ورکولو د صندوقونو ډاډمنه ساتنه ناشونې برېښي، خو بيا هم دا کار سر ته رسېږي. دا ځکه چې دا په افغانستان باندې د نړېوال حاکم سياست او د همدغه سياست پلي کول د افغاني ائتلاف ګډه غوښتنه ده.
هغه باندیني ځواکونه چې افغانان او د افغانانو خاوره يې د خپلو موخو لپاره د خونړۍ لوبې ډګر ګرځولی، په دې ښه پوهېږي چې په کوم هېواد کې چې داسې سرتاسري جګړه روانه وي، د خارجي اړخونو له خوا په خلکو يوه ځانګړې سياسي ډله ورتپل شوې وي او د هېواد د ځمکې او آسمان واک يې د اصلي استوګنو سره نه وي، نو په داسی وضعیت او موقعیت کی ټاکنې د ډيموکراسۍ د ارزښتونو د تاواني کولو څخه پرته بله هېڅ پايله (نتيجه) نه شی درلودي.
د افغانستان د ژورې او پیچلی کشالې سره سرسري (بابیزه) يا سطحي سلوک د افغاني سياست هم هغه منفي اړخ دی چې د هېواد سټی يا وجود بقا يې د سخت خطر او ډار سره مخ کړی ده.
د افغانستان د شرايطو د علمي تحليل پر بنسټ زموږ د ولس ملي غوښتنه، خپل اختيار په خپل لاس کې اخيستل، د خپل هېواد يو موټی او متحد ساتل، او په دې هېواد باندې د افغان ولس حاکميت دی.
دا ټاکنې نه يوازې د پورتنيو بنسټيزو موخو سره، بلکه د يوه سره هم مرسته نه شي کولای او د افغاني ټولنې بحراني حالات د بحران څخه د توپان خوا ته راکاږي. پخوا تر دی هم په ورته شرائطو کی تر سره شوی ټاکنې او د هغو پایلی، او زمونږ د هیواد یوی نه تر بلی ورځی خرابیدونکی عمومی حالت ددی خبری ژوندی ثبوت دی.
هغه ځانګړي (په نامه) افغانان چې د باندنيو اړیکو او پيوندونو په مرسته د افغانستان په سياست او اقتصاد باندې واکمن شوي او اوس يې د قابضې ډلې بڼه ځانته غوره کړي او ټول ملت ئی یرغمل نیولی دی، هېڅکله هم د ملت حاکميت، عادلانه سولې او ټولنيز عدالت پلي کولو او تأمین ته غاړه نه ږدي ځکه د دوی ګټې او جوړښت دواړه له دغو آرونو (اصولو) سره په ټکر کې دي.
که څه هم د افغانستان د ملت ولسي سازمان د ولسواکۍ په نظام باندې بشپړ باور لري او ټاکنې د ديموکراسۍ يو حسابي ارزښتناک آر (اصل) ګڼي، خو دا نشي منلی او مطمئن نه دی چې په افغانستان باندې د مسلط کړای شوو حالاتو او مسلط کړای شوو حلقو (کړيو) د شته والی په صورت کی به د ټاکنو ولسی ټاکنيز نظام او د ټاکنو اوسني بهیر په سم لوری پر مخ ولاړ او واقعا به د خلکو له خوا غوره شوې رښتیینی ولسی جرگه منځ ته راشي.
همدارنګه دا ټاکنې نشي کولای چې د افغانانو پام د خپل هېواد د ملي اساسي ارمان څخه بلې لوري ته واړوي او يا هغه تضادونه يو څه ضعیف کړي چې د حاکم ائتلاف په منځ او د ائتلاف او ملت تر منځ د واټن د زیاتیدو په لورګړندی حرکت کوي.
د مستقل، متحد او سرلوړي افغانستان په هيله
د سنبلی 23 ، 1389 کال