
روهي (نۍ/۱۵ د مرغومي)، د پاکستان لومړی وزير عمران خان په يو رسمي سفر ترکيې ته تللی او د افغانستان په روان وضعيت يې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره کتلي دي.
دواړو مشرانو په دې هوکړه کړې ده، چې په ترکيه کې به د افغانستان، پاکستان او ترکيې د مشرانو يوه درې اړخېزه ناسته جوړه کړي.
رجب طیب اردوغان ويلي، چې هڅه کوي ترڅو دغه ناسته د ترکيې د سيمه ييزو ټاکنو وروسته جوړه کړي.
نوموړي همدا ډول هيله ښوودلې ده، چې دغه ناسته به د ډېرو ناراضياتو د حل او له منځه تلو سبب شي.
افغان حکومت د پاکستان او ترکيې د مشرانو د يادو څرګندونو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښوودلی.