ولې له سولې بې برخې يو

د افغانستان زوريدلي ولس يواځنۍ هيله په هيواد کې د سولې راتګ دى چې په تاسف سره به ووايو چې د افغانانو پر همدغې هيلې ډېرو ملنډې ووهلې ځينو د جنګ په ورکولو چې ګواکې سوله به راشي پيسې وخوړې، ځينو د سولې په نامه پروژو له طريقه جيبونه ډک کړل او ځينو خو بيچاره د ريښتيني سولې په راوستلو کړاونه وګالل خو اخر هم د بېلابېلو دسيسو له امله له پامه وغورځول شول.

او لنډه دا چې اوس د سولې مشورتي بورد هم جوړ شو په دغې بورډ کې داسې کسان شامل دي چې په خپلو منځو کې سره جوړ ندي دولت بايد تر ټولو مخکې د دوى تر منځ سوله وکړي.

د بورډ غړي هغه کسان دي چې د افغانستان د جنګ اصلي لامل دي او اوس هم په پوره ډاډ سره ويلى شم چې هيڅ وخت به و نه غواړي چې سوله راشي.

نو اوس د سولې لپاره بايد طالبان د دغو ټولو غړو شرطونه ومني ځکه چې د سولې مشورتي بورډ ټول غړي ځانونه د افغانستان اصلي واکمنان ګڼي او د دوى شرطونو په نه منلو سره به دوى هيڅ وخت سولې ته زړونه ښه نکړي.

او بايد يادونه وکړو دا هغه غړي دي چې د خپل ځان حفاظت لپاره هر يو لس موټره ساتونکي ساتي.

مرکزي حکومت ته په کار دي چې داسې کسان د سولې مشورتي بورد لپاره انتخاب کړي چې د وطن اصلي بچيان وي او د په ازادانه ډول وکولى شي چې د طالبانو سره ليدنه وکړي او يا هم بغير له کومه ډاره د زړه له تله د سولې پروسې لپاره کار وکړي.
چې ښه مثال د داسو خلکود هلمند سولې ولسي حرکت دى

چې د سولې لپاره يې داسې کړاونه وګالل چې د افغانستان هر وګړى يې بايد په ياد ولري.