ايران ته د امريکا خبرداری: فضا ته د راکټونو له توغولو ډډه وکړه

روهي (جمعه/۱۴ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو حکومت ايران ته خبرداری ورکړی دی، چې فضا د فضايي توغنديو (سپوږمکيو) له توغولو ډډه وکړي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چې راتلونکې مياشت ايران درې راکټونه فضا ته توغوي او دا کار به يې ناوړه پايلې ورکړي. مايک پمپيو پر ايران غږ کړئ، چې له دې چارې لاس واخلي.

د ازادۍ راډيو د خبر پر بنسټ مايک پميپو ويلي دي، "موږ د ایران رژیم ته مشوره ورکوو چې له دې ډول لمسوونکو اقداماتو لاس واخلي او د بالستیکي راکټونو اړوند ټول فعالیتونه ودروي، څو له لا زیاتې اقتصادي او سیاسي انزوا سره مخامخ نه‌ شي."

ايراني چارواکو څه وخت وړاندې ويلي وو، چې په نېږدې وخت کې به درې سپوږمکۍ فضا ته واستوي.

امريکا وېره لري، چې د ايران دغه چاره د امنيت شورا له پرېکړې سرغړونه ده او له قاره ویشتونکو بالسټیکي توغندیو څخه په کې کار اخېستل کېږي.