د پاکستان پوځ: پښتون ژغورنې غورځنګ يو سوله ييز تحريک دی

روهي (جمعه/۱۴ د مرغومي)، د پاکستان پوځ په لومړي ځل په ياد هېواد کې د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه ښې خبرې کړې دي.

د پوځ وياند جنرال اصف غفور ويلي، چې پښتون ژغورنې غورځنګ يو سوله ييز حرکت دی او بايد چې غوښتنې يې واورېدل شي.

د نوموړي په وينا، هغه پښتانه چې د ياد غورځنګ له لارې خپلې قانوني غوښتنې مطرح کوي، کومه ستونزه نه لري او حل به ورته پيدا شي.

له دې وړاندې پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ يو شمېر کسانو ته خنډونه جوړ کړي وو او د مخنيوي په پار يې ورته ګواښونه کړي وو.

پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په پوځ په دغه هېواد کې پر پښتون وژنې تورنوي او په دې برخه کې د عدالت غوښتنه کوي.