
روهي (جمعه/۱۴ د مرغومي)، د پاکستان د لوبو په ډګر کې د ځغاستې تر ټولو چټکه ځغاستونکې لوبغاړې د يو ملا لور ده.
ترټولو چټکه ځغاستونکې (صاحب اسرا) نوميږي او د پار نوم يې ( قاري علم خان) دی. د صاحب اسرار پلار وايي چې د خپلې لور پر وړتيا وياړي.
د پاکستان ترټولو چټکه ځغاستونکې (صاحب اسرا) پلار په فيصل اباد کې د يو جومات ملا امام هم دی او لور يې د ورزش په ياده برخه کې د سرو زرو مډالونه اخېستې دي.
(صاحب اسرا) پاکستاني رسنيو ته ويلي دي چې د پاکستان په څېر په يو هېواد کې خلک د نجونو له ورزش سره مخالفت ښيي، خو دې په دې خوښه ده، چې پلار ملا او بيا يې هم ملاتړ کوي.