د پاکستان پوځ: د هند يوه بې پیلوټه یا ډرون الوتکه مو وېشتلي او غورځولې ده

روهي (پنځه نۍ/۱۳ د مرغومي)، د پاکستان پوځ ادعا کړې ده چې په کشمير سيمه کې يې د هندوستان يوه بې پیلوټه یا ډرون الوتکه راغورځولې ده.

د پوځ وياند جنرال آصف غفور ويلي دي چې د وېشتل شوې الوتکې ټوټې د پاکستان پوځ سره دي.

د نوموړي په وينا چې ياده پیلوټه یا ډرون الوتکه په کشمير سيمه کې د پاکستان د کنټرول لاندې سيمې ته را دخله شوې وه.

جنرال آصف غفور ويلي دي، چې له دې وړاندې هم د هندوستان يوه پیلوټه یا ډرون الوتکه د پاکستان خاورې ته رادننه شوې، چې د پاک - پوځيانو له خوا په نښه شوه.

پاکستان او هندوستان له کالونو راهيسي په کشمير کې سره نښتي دي، چې نښتې يې ځاني او مالي تلفات لري.