
روهي (څلورنۍ/۱۲ د مرغومي)، د پاکستان په بلوڅستان ايالت کې د ډبرو سکرو کان کې د چاودنې له امله څلور افغان کډوال وژل شوي دي.
د بلوڅستان ځايي چارواکي د پېښې د تائيد ترڅنګ وايي، چې د ډبرو سکرو د کان دغه کارکوونکي په کار بوخت وو، چې د ګازو زوروه چاودنه وشوه.
د ګازو له چاودنې وروسته اورلېګدلی چې وژل شوي واړه افغانان او د يوې کورنۍ غړي دي، په پېښه کې يو کس ټپي هم دی.
د پاکستان حکومت ويلي دي چې په کان کې وژل شوي او کارګر افغانان له حکومت په رسمي ډول ثبت نه وو. دا هم ويل شوي، چې د دغه کان کېندنه د حکومت له خوا رسمي شوې نه وه.