غزل

راشه كړه جامې بدلې نن اختر خلق خوشحاليږي
جامې نه بدلوم مورې مسافر پلار مې ياديږي
دامنم مورې اختر دى ددنيا خلك خوشحال دي
زه په شان لكه يتيم يم په ما خاورې راوريږي
تير اختر كې راسره و څومره خوند څومره مزې وې
نن هغه مهربان نه شته په پردي وطن ګرځيږي
جامې نه بدلوم مورې مسافر پلار مې ياديږي
زماخيال اوفكرواړه دخپل پلارپه غم كې غرق دى
نن مې سخت زړګی خفه ده زړه مې دردكوي خوږيږي
مورې پلاربه مې اوس هم زموږيادونوكې غمجن وي
په ظاهره خوبه خاندي پټ په زړه كې به ژړيږي
جامې نه بدلوم مورې مسافر پلار مې ياديږي
هغه زمادزړګي سر مې هغه زما دسترګو تور مې
ځي راځي اوښكو قطار مې هيڅ نه رانه هيريږي
موږه هر خوږ خوږ نعمت خورو په بې غمه زړو ماړه يو
داې چې هر خوږ خوږ نعمت خورې په مرې به يي نه تيريږي
نه خوندونه نه مزې شته په دوبۍ ابوظبي کې
هلته سره سپيره ګرمي ده لكه اور داسې بليږي
مورې زړه په د ډاډه كړم چې خوستى پلار به مې راشي
خو يتيم بچی به څه كړي په هغوی به څه تريږي
جامې نه بدلوم مورې مسافر پلار مې ياديږي

داختر په اوله ورڅ چې زما ماشوم زوی جامې نه بدلوي زما غوښتنه كوي العين امارات صناعې سيد كريم خوستى