مک‌ کرستل ته د ولسمشر ټرمپ سپکې - سپورې: جنرال مک کرستل د

روهي (څلورنۍ/۱۲ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پخواني قومندان جنرال مک کرسټل ته سپکې - سپورې ويلي دي.

ټرمپ پر خپل ټوېټر ليکلي دي چې نوموړي د اوباما د ادارې له خوا د سپې په څېر ګوښه شو. ټرمپ دا هم ويلي دي چې جنرال کرسټل د هيلري عاشق دی.

دا څرګندونې ټرمپ وروسته له هغې کړې دي، چې جنرال کرسټل نوموړي ته د يو غيراخلاقي او ناصادق انسان وويل.

ټرمپ په ټوېټر کې په دې شهرت لري، چې د نړۍ يو شمېر مشرانو او د خپل ادارې ځينو کسانو ته په څرګنده بدې سپکې - سپورې وايي.