غزل

د سندرې غوندې ښکليه پـــه ساز واوړې
تــه مئين شې ته د ښکلو پــــه ناز واوړې
ټوله شپه مې خپل وجود درپسې غوښتی
پيدا نه شې راســــــــره په مجاز واوړې
ته راستون لـــــه زمانې شه لرې مه ځه
هسې نـــه چې چيرته بيا په ګداز واوړې
ستا په مخ کې به موسکی غوندې ودرېږم
ښکليه ياره سـره چې ته په غماز واوړې
ليونی دی، ليونی دی طالــــــــــــب ژڼی
يوه ورځ بـــه خامخه په دې راز واوړې
_
داختر اوله ورځ
__
طالب منګل