د اختر په هکله يو څو پستې لنډۍ


******
اختر د هغو مبارک شه
چې يې مورکۍ ورته په لاس نکريزې ږدينه
******
مبارکي دې چاته ورکړم
اختر زه د پرديسۍ شپې تيرومه
******
د مسافرو به څه حال وي
چې د اختر ورځې يوازې تيروينه
******
ما داختر په شپه ډيوې ته
په لاس ليکلي ستا دمينې پيغامونه
******
اختر ته راشه زما ياره
مابه دې پل کې د زړه ګل سپړلی وينه
******
يار د اختر په پلمه راغی
يو وارې ښکل کړم بيايې ټينګه غيږ کې کړمه
******
د اختر شومه شپه کې ژاړم
يار مې ملا دی ما سينګار ته نه پريږدينه
*******
نن د اختر په پلمه راشه
هم به اختر وي هم به وکړو ديدنونه
******
دومره په بخت بيداره نه يم
چې داختر په ورځ مو وشي ديدنونه
******
نکريزې ليرې کړی له مانه
په پرديسی کې چاته سره کړمه لاسونه
******
اختره څه دې دي راوړي
پردی وطن دی په کې نيشته ديدنونه
******
نن د اختر په شومه شپه کې
ستا دهجران په سرو لمبو منګولې ږدمه
******
په لاس مې شنې نکريزې کيښوې
ېو مې ستا نوم بل مې دخداې پرې و ليکنه
\"\"