
روهي (يوه نۍ/۹ د مرغومي)، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د افغان سولې د خبرو په تړاو قطر ته تللی دی.
د پاکستانو رسنيو ويلي دي چې د بهرنيو چارو وزير يې د قطر هېواد له چارواکو سره د خبرو له لارې د افغان جګړې د پای په اړه خبرې يې کړې دي.
قريشي په داسې وخت کې دا سفر کړی چې په نېږدې ورځو کې د سعودي عربستان په کوربتوب د طالب او امريکايي استازو ترمنځ په جده کې د افغان سولې په اړه ناسته جوړيږي.