
روهي (نۍ/۷ د مرغومي)، د مصر حکومتي چارواکو تېره ورځ په دغه هېواد کې د يوې چاودنې پخلی کړی دی او ويلي دي، چې تلفات يې رامنځ ته کړي دي.
د مصر د کورنيو چارو وزارت ويلي دي، چې په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او لس نور په کې ټپيان دي.
د مصري چارواکو په وينا د دوه وژل شوي د ويتنام هېواد دي او په ټپيان هم د ياد هېواد اوسيدونکي دي.
چاودنه تېره ورځ د مصر په پایتخت قاهره کې د لرغونو اهراماتو سره نېږدې شوه ده او کومې وسله والې ډلې يې تر اوسه مسووليت نه دی منلی.