
روهي (جمعه/۷ د مرغومي)، د پاکستان د وژل شوې لومړۍ وزېرې بنظير بټو زوی د ياد هېواد خلکو د ګوند مشر بلاول بهټو ويلي، چې په دغه هېواد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ دې وارېدل شي.
نوموړي د خپلې مور د وژنې په يوولسم تلين غونډه کې وينا کوله د پاکستان له حکومت دې د پښتنو ځوانانو غوښتنو او ستونزو ته ځواب ووايي.
د امريکا غږ اشنا وېب پاڼې د خبر پر بنسټ بهټو ويلي دي، "په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو ځوانانو تحریک ولې ورځ تربلې زور اخلي، ګڼ شمېر خلک په دې تحریک کې شاملېږي، زه د دوو کلونو نه وایم چې د دې ځوانانو خبره دې واورېدل شي، دوی دې د دېوال سره نه جنګول کېږي، د دوی مرۍ مه خپه کوئ خو د دې ملک ټیکدارانو ته احساس نه کېږي."
بلاول بهټو د پاکستان پر حکومتي ادارې نيوکه کوي، چې د خلکو ستونزو ته ځواب نه وايي او خاموشي يې پرې اختيار کړې دي.
له تېر کال راهيسې په پاکستان کې د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې په نوم غورځنګ راپورته شوی دی خو د پاکستان حکومت يې د ستونزو د حل پر ځای پر وړاندې خنډونه جوړوي.