سکاټ مېلر پاکستان ته تللی او له قمر جاويد باجوه لېدنې او خبرې کړي

روهي (جمعه/۷ د مرغومي)، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر پرون د پاکستان راولپېنډۍ ته لاړ او د پوځ له لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه سره يې وکتل.

د پاکستان پوځ په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې په ياده لېنده کې دواړو لورو د افغانستان پر وران وضعيت او د سولې پر بهير خبرې کړې دی.

جنرال باجوه او سکاټ مېلر په دې هم خبرې کړې دي چې له وسله والو طالبانو سره د افغانستان د سولې خبرې بايد د افغانانوو په مشرۍ تر سره شي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې جنرال سکاټ مېلر د افغانستان دننه ولايتي سفرونه هم ډېر کړي دي او د خپل ماموريت په اړه څرګندونې کوي.