
روهي (پنځه نۍ/۶ د مرغومي)، د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري په شمول ۱۷۱ پاکستاني چارواکي نه شي کولی چې له دغه هېواد بهر لاړ شي.
حکومت وايي چې دغه پرېکړه يې د مالي تورم او د پيسو سپینېدو په اړه کړې ده، چې ممنوع الخروج کسان هم په کې شامل بلل کيږي.
پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري اوس د پارلمان غړی دی او د فساد په اړه يې د دوسيې پلټنه پيل شوې ده.
د يادونې ده چې همدا اونۍ د پاکستان حکومت پخوانی لومړی وزير نواز شريف هم په اووه کاله بند محکوم کړ.