
روهي (پنځه نۍ/۶ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ نن په يو نااعلان شوي سفر عراق ته لاړ او خپل پوځيانو ته يې وينا وکړه.
ټرمپ په ياد هېواد کې خپلو پوځيانو ته وينا وکړ او ويې ويل، چې اوس هغه وخت را رسېدلی دی چې امريکايي پوځيان د جګړې د کرښو پر ځاي خپلو کورونو ته لاړ شي.
ټرمپ وايي چې امريکا دا مسووليت نور نه لري چې د ټولې نړۍ امنيت وساتي او کورنۍ ته ليکونه ولېږي چې لور او يا زوی مو په جګړه کې وژل شوی دی.
په ورته وخت کې نوموړي ويلي دي چې د اوس لپاره دا پلان نه لري چې خپل پوځيان له عراقه وباسي.
د متحدو ايالتو ولسمشر د خپلو پوځيانو په اړه يادې څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي، چې له افغانستان څخه د نيمايي امريکايي پوځيانو د وتلو خبرونه خپريږي.