د مرغومي شپږمه؛ روسان چا را وستل او چا وشړل؟؟؟

د مرغومي شپږمه؛ روسان چا را وستل او چا وشړل؟؟؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
له نن ۳۹ کالونه وړاندې خو په همدې ورځ، د پخواني شوري يووالي پوځيان د افغانستان د وخت له حکومت سره د همکارۍ او ملاتړ په نوم افغانستان ته راغلل. د افغانستان په تاريخ کې دغه ورځ د پخواني يووالي له پر افغان د پوځي يرغل په نوم ثبت شوه.

روسانو هېڅکله همدا ونه ويل چې مونږ افغان خاوره يرغل کړې ده، بلکې سپيناوی يې دا وو، چې د وخت د حکومت په غوښتنه او د وخت د حکومت سره د پوځي، سياسي او مالي ملاتړ په موخه راغلي يو. يو شمېر افغانانو او نړيوالې ټولنې بيا د پخواني شوري يووالي دغه بهانه ونه منله او دوی راتګ ته يې په غېر مستيقم ډول د مستقيم اشغال او ير غل نوم ورکړ.

د روسانو د راتګ لپاره طرحه او پلان له وړاندې موجود. د غوايي د کودتا يو مخکښ او وخت ولسمشر حفيظ الله امين وژل شوی او کودتا رامنځ ته شوې وه. د کودتا په پايله کې ببرک کارمل ولسمشر اعلان شوی وو او روسانو ته يې د راتګ بلنه ورکړې وه. د روسانو راتګ د نړيوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امريکا او هم د افغانانو له توند او وسله وال غبرګون سره مخ شو. يو شمېر افغانانو د کډوالۍ يا هجرت په نوم هېواد پرېښود، ايران او پاکستان ته لاړ او له هغه ځای يې وسله واله جګړه يا جهاد پيل کړ.

د امريکا په شمول، پاکستان او د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو د هغه کسانو ملاتړ وکړ، چې د روسانو د روس پلوه حکومت پر وړاندې يې جګړه يې کوله. نېږدې ۱۴ کالونه جګړه وشوه. تر دوه مېلېونه افغانانو خپل ژوند له لاس په کې ورکړل او په مېلېونه نور يې ټپيان شول. په افغان تلفاتو کې د کمونېسټ رژيم په نوم د نومول شوي حکومت پوځيانو او غړي، ولسي افغانان او د مجاهد په نوم جنګيالي شامل وو. که هر چا ووژل او په هر نوم يې ووژل، خو له دواړه خواوو قرباني شوي افغانانو وو.

د مجاهدينو په نوم مشرانو وويل، چې روسانو مونږ مات کړل او نړيوال شوري يووالي مو دړې - وړې کړ، بيا د وخت حکومت وويل چې روسان د دوی وتلو ته اړه کړل او امريکا وويل، چې دويمې نړيوالې جګړې وروسته يې د سړې جګړې په ترڅ کې پخوانی شوري يووالی مات کړ.