بلوڅ بیلتون غوښتونکو په کندهار کې د خپل قومندان (اسلم بلوڅ) د وژنې پخلی کړی

روهي (پنځه نۍ/۶ د مرغومي)، په پاکستان کې د بلوڅ د بیلتون غوښتونکو ډلې له يو نامالوم ځای څخه په يو پيغام کې د منلې ده چې قومندان اسلم بلوڅ يې په کندهار کې وژل شوی دی.

د جنید بلوڅ په نوم د دغه ډلې يو وياند ويلي دي چې اسلم بلوڅ په کندهار ولايت کې د يو ځانمرګي بريد په پايله کې وژل شوی دی.

د دغه ډلې وياند دا هم ويلي دي، چې اسلم بلوڅ ۲۵ کاله د بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلې مشر وو او په دې لار کې قربانۍ ورکړې دي.

يو شمېر سرچينو ويلي دي چې د بلوڅ بلوڅ بیلتون غوښتونکو دغه مشر په کندهار کې په يو کور کې استوګنه درلوده.

د پاکستان حکومت او پوځ د بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډله او اسلم بلوڅ په کراچۍ کې د چين پر قونسلګرۍ په بريد کې ښکېل ګڼي.