عراق ته د ولسمشر ټرمپ سفر سخت غبرګونونه راپورته کړي او د عراق لومړي وزير له ټرمپ سره له لېدنې انکار کړ

روهي (پنځه نۍ/۶ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ناڅاپي سفر عراق ته تللی دی او هلته يې له خپلو پوځيانو سره کتلي دي.

د ټرمپ دغه ناڅاپي سفر غبرګونونه راپورته کړي دي او عراقي سياستوالو د نوموړي نه پلان شوی سفر پر خپل ملي حاکميت تيری بللی دی.

د عراق لومړي وزير عدیل عبدل مهدي د ولسمشر ټرمپ سره له لېدنې انکار کړی دی او خبرې يې نه دې سره شوي.

رسنيو ويلي چې د لومړي وزير عدیل عبدل مهدي او ولسمشر ټرمپ ترمنځ د ملاقات د ځای په اړه اختلاف وو او عدیل عبدل مهدي ورسره لېدنه لغوه اعلان کړه.

د عراق پارلمان هم بيړنۍ ناسته رابللې ده او د ولسمشر د دغه سفر په اړه به په کې بحث وشي، چې په خپلسر يې دغه هېواد ته کړی دی.