د مصر ولسمشر د خپل هېواد ډېر وزن لرونکو وګړو (غټانو) په غوسه کړی دی

روهي (څلورنۍ/۵ د مرغومي)، د مصر ولسمشر له خپل ولس په يو ټلوېزوني پيغام کې غوښتي دي چې خپل وزنونه دې کم او دا چاره يې د روغتيا لپاره ګتوره ده.

لوېدېځو رسنيو د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د دغه پيغام په اړه ليکلي دي چې ولسمشر له خپل ولس غوښتي دي، چې دوی دې هڅحه وکړي خپل وزنونه کم کړي او دی د غټانو په لېدو سره خپه کيږي.

ولسمشر په ژرونالسټيک ډګر کې پر غټو وياندويانو بنديز لګولی دی او ټلوېزوني خپرونو کې يې د هغه ملېمانه د نه راګت ويلي دي، چې وزنونه يې زيات دي.

عبدالفتاح السیسي له دغه پيغام وروسته خلکو ته د يو پيغام د ورکولو په موخه له خپل کور نه د مصر د پوځ ملي اکاډمۍ پوري په باسيکل لاړ.

نوموړي لارښوونه کړې ده چې د ښې روغتيا او د وزن د کموالي مسايل دې د ښوونځيو او پوهنتونونو په زده کړيز نصاب کې هم شامل شي.