
روهي (څلورنۍ/۵ د مرغومي)، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په يو رسمي سفر مسکو ته تللی او نن يې له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره وکتل.
په دغه لېدنه کې قريشي او لاوروف د افغانستان د روان وضعيت او د سولې د خبرو په اړه بحث کړی دی.
په دې لېدنه کې د افغان سولې په پار په مسکو جوړه شوې د مسکو فارمټ ناسته چې طالب استازو هم په کې ګډون درلود، مهمه بلل شوې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د افغانستان په شمول د سيمې هېوادونو ته سفرونه پيل کړي دي چې له دې وړاندې يې د چين ولسي جمهريت ته وو.