
روهي (څلورنۍ/۵ د مرغومي)، داعش ډلې په ټولنيزو رسنيو د ليبيا په پلازمېنه د بهرنيو چارو وزارت پر ودانۍ د تېرې ورځې د بريد مسووليت منلی دی.
د دغه ډلې په وينا بريد د دوی کسانو کړی، چې په پايله کې يې درې کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
د ليبيا چارواکو ويلي دي چې بريد د موټربم پر مټ شوی دی او وروسته درې بريدګر د وزارت ودانۍ ته دننه شول.
له ۲۰۱۱ز کال را وروسته چې په ليبيا کې د معمر قذافي رژېم چپه شو نو تر نن ورځ پوري په دغه هېواد کې امنيت کړکېچن شوی دی.