ناپېژنده وسله وال د پاکستان په کراچۍ ښار کې د علي رضا عابدي په نوم سياستوال وژلی دی

روهي (څلورنۍ/۵ د مرغومي)، د پاکستانۍ رسنيو د مالوماتو پر بنسټ ناپېژنده وسله د علي رضا عابدي په نوم مشهور سياستوال تېر ماښام په ډزو ووژلو.

دغه پاکستانی سياستوال ۴۶ کلن وو چې لومړی په ډزو ټپي او وروسته يې په روغتون ک ساه ورکړه.

پوليس وايي چې بريدګر له بريد وروسته له سيمې تښتېدلي دي خو د پوليسو له خوا د نېونې هڅې رواني دي.

تر اوسه په پاکستان کې شته وسله والو ډلو د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.