ولسمشر غني سولې ته اساسي بستر وغوړاوه

د افغان سولې په برخه کې اوسني پرمختګونه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هلو ځلو برکت دی، ځکه نوموړي د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال له ولس سره د تلپاتې او باعزته سولې د تامین ژمنه کړې وه.

واک ته له رسېدو وروسته د ولسمشر غني فکر او هڅې د جنګ د مدیریت پرځای تر ډېره په سوله ور ټولې وې، په دې اړه یې څو بعدي کار وکړ، هم یې په داخل د هیواد کې له سیاسیونو او ولسونو سره د سولې لپاره ذهنیتونه جوړ کړل. هم یې د سیمې هیوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات په ارزښت وپوهول او هم یې نړیوال دېته واداره کړل چې یوازې پر جنګ او نظامي لارې د تمرکز پرځای دې سولې ته هم ارزښت ورکړي.

د ولسمشر غني د دغو هڅو له برکته د هیواد په داخل کې له بېلابېلو اقشارو سره هغه اندېښنې او پوښتنې چې د سولې او د طالبانو د راتګ په اړه یې لرلې په معقول ډول حل کړې او هغوی یې پر دې قانع کړل چې د سولې راتګ به د دوی د ژوند، سر او مال پر وړاندې ټول خطرونه او تهدیدونه له منځه یوسي او هغوی چې د سولې بهیر له لارې عادي ژوند ته ستنېږي د ولس او خلکو لپاره هیڅ ډول خطر نشي پېښولی، ښه بېلګه یې د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار دی چې د سولې تړون له تطبیق او د دغه تړون د بریالۍ پایلې له برکته خپل عادي ژوند ته ستون شو او اوس یې هیڅوک د ځان لپاره تهدید نه بولي.

همدارنګه ولسمشر غني نړۍ او سیمه هم پر دې قانع کړه چې سوله ییز او باثباته افغانستان د هیچا په زیان نه دی، بلکې د ټولو په ګټه دی، ځکه افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه د اقتصادي همکاریو، سیمه ییزو لویو پروژو د تطبیق، انکشاف، زیربنا، ټرانزیټ، سوداګرۍ او نورو برخو کې پام وړ رول لوبولی شي، نو هغوی یې دېته وهڅول چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې خپلې هڅې او امکانات درېغ نه کړي.

د دې ټولو ترڅنګ د امریکا متحدو ایالتونو په ستراتیژۍ کې مهم تغیر راغی، ځکه د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه، نو په هغه کې یې د جنګ ترڅنګ د سولې او د افغانستان د انکشاف او زیربنا برخې ته هم کافي توجه وکړه او له همدغه برکته په سیمه کې تغیر راغی، فرصتونه مهیا شول او اوس تربل هر وخت د سولې امکانات زیات شوي دي.

همدارنګه د اسلامي نړۍ هیوادونو د افغانستان د جنګ په اړه خپل اعتراض او غږ پورته کړ. په افغانستان کې روان جنګ یې نامشروع وباله او پر افغان وسله والو طالبانو یې غږ وکړ چې د بین الافغاني مذاکراتو او سولې لاره اختیار کړي. همدارنګه د طالبانو دریځ هم د پخوا په نسبت زیات نرم شو او دوی هم اوس په دې پوه شوي چې د جنګ له لارې یې نشي ګټلی، نو مجبوره دي چې سولې ته غاړه کېږدي.