له نورو څخه پندونه

یو زمري یو لیوه او یوه ګیدړه به ګډه سر ښکار پسې ووتل درې شیان یی ښکار کړل یعنې یو خر یو غرڅه او یوه سویې زمري لیوه ته وویل چې ښکار تقسیم کړه لیوه وویل خر تاسی واخلی غرڅه به زه واخلم او سوی به ګیدړ واخلي په دی تقسیم باندې زمر ی جلالې شو او داسې څپیړه یې د لیوه په مخ ګزازکړه چې یو سترګه یې بهر وغورڅیده هغه نه بعد یې ګیدړې ته وویل چی ته یې تقسیم کړه هغه وویل چې اې د څنګله بادشاه خرګوش د ناشتا، غرڅه دې غرمې او خر دې د شپې له مخې نوش جان کړه زمری په دې تقسیم ډیر خوشحاله شو او پو ښتنه یې وکړه چې دا قسم علی تقسیم چا درته ښودلی دی؟ ګیدړې وویل چې د لیوه د سترګې څخه مې یاد کړ.