پخوانی لومړی وزير نواز شريف په ۷ کاله زندان محکوم شو

روهي (دوه نۍ/۳ د مرغومي)، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت د دغه هېواد پخوانی لومړي وزير عمران پر اته کاله زندان محکوم کړ.

پر نواز شريف تور دی، چې په عربستان سعودي کې يې د حکومت څخه د اختلاس په ډول په لېږدولو پيسو د فولادو يوه کارخونه جوړه کړې ده.

دا درېيم ځل دی چې نواز شريف په بند محکوميږي، له دې واندې نوموړی په لس کاله بند محکوم شوی وو خو د استيناف غوښتنه يې کړې وه.

د يادونې ده چې د پاکستان د محکمې د يادې پرېکړې وروسته نواز شريف پلاويانو د محکمې د ودانۍ پر وړاندې لاريون وکړ.