د اندونېزيا د سونامي مرګ - ژوبله ۱۰۶۵ ته ورسېده

روهي (دوه نۍ/۳ د مرغومي)، په اندونيزيا کې د بحر لاندې زلزلې يا سونامي تر اوسه ۲۲۲ کسان وژلي او ۸۶۴ په کې ټپيان دي.

سونامي د سوماترا ټاپو په څنډو کې د تېرې نۍ په ورځ شوې ده چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ يې مالي تلفات هم رامنځ ته کړي دي.

د بي بي سي د خبر له مخې د اندونیزیا د طبیعي پېښو سره د مقابلې ادارې مشر سوتوپو پوروو نوګروهو د یکشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، د هواپوهنې، اقلیم پوهنې او جیو فیزیک سپارښتنې دا دي چې خلک باید د اوبو څنډې ته ور نه شي او تر څه مهال له سمندرغاړې لرې اوسي.

د اندونيزيا چارواکي اندېښمن دي چې ښايي له پلټنو وروسته د تلفاتو شمېر نورې هم لوړې شي.