
روهي (دوه نۍ/۳ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ويلي چې ديرش کاله وړاندې د امريکا مرستې لامل شوې چې پاکستان په کې د اټومي بم څښتن شو.
بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، هغه وخت چې د شوري يووالي ځواکونه په افغانستان کې وو، نو مونږ د هغوي د ځپلو په موخه په پاکستان د مجاهدينو په نوم له مېشتو وسله والو ډلو سره مالي او پوځي مرستې کولې او ډېری برخه يې د پاکستان په لاس کې وه.
امريکايي چارواکي وايي چې هغه وخت مونږ په دې پوهه وو چې پاکستان د اټومي وسلو لپاره هڅې کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دا هم ويلي دي چې چين ته مونږ قناعت ورکړ، چې له پاکستان سره مالي او نورې اړيکې ښې وساتي.