ښکل په يبلــــــــو پښو مې لـــه اغزيو ډکې لارې کړې
ما منــــــډه در واخيستــــــــــه چې تا کله را نارې کړې
وګوره په شنـــــــــــه فصل در ګــــــډ شوم ټولوم غاټول
ورانې او را ورانې مې د تيږو جـــــــــــوړې بارې کړې
سرمې مات شو و غورځيدم شوق د ديدن پورته کړم
ستا خـــــواته روان شوم له تندي مې وينو دارې کړې
تا لکـــــــــــه د لمر د غره پر سر باندې وزر خـــــــــــواره
مادرته کتار کتار په لاره کې هنــــــــــــــــــــــدارې کړې
دا پرکاروان څــــه وشول چې ښکلي اوس په ګل ولي
ده خـــــــــو د بلبل غوندې ايله د نغمـــــــــــو چارې کړې
وروستي