د اندونيزيا سونامي ۴۳ کسان وژلي او ۱۶۵ ټپيان دي

روهي (يوه نۍ/۲ د مرغومي)، د اندونېزيا په (تنګه سوندا) نومي ټاپو کې د بحر لاندې زلزلې يا سونامي لږ تر لږه ۴۳ کسان وژلي او ۱۶۵ يې ټپيان کړي دي.

د اندونېزيا حکومت ويلي دي چې د بحر په منځ کې يو اورغورځونکي غر زلزله رامنځه ته کړي چې له امله يې دغه تلفات پېښ شوي دي.

د دغه سونامي له امله د انساني تلفاتو ترڅنګ په ګڼ شمېر بنسټېز مرکزونه ويجاړ شوي او مالي تلفات يې رامنځ ته کړي دي.

د اندونيزيا د طعبيي پېښې د مبارزې ادارې اندېښنې ښوودلي او ويلي دي چې ښايي د مرګ - ژوبلې شمېر لوړې شي.

اندونيزيا د نړۍ د هغه هېوادونو له ډلې شمېرل کيږي چې د زلزلو او نورو طعبيي پېښېو شمېرې په کې لوړې دي.