لکه ګلاب چې په سـحر کــــې په هــوا تازه شي
ســــتاپه ليـــدو سوى نظرزمـا . اشـــنا تازه شي
د درد کيــسې دزړه په غــولي کــــې رټولې کړمه
پرهر دفکــــــــــر مې په هرقـــــدم بيابيا تازه شي
دباران شــور دى ،او په کلي خاموشي خوره ده
خـداې خو دې وکړي .داميدفصل سبا تازه شي
تاپسې وژاړم دزړه کلــــــــى مې داسې ښـــکاري
لکـــه باران نه پس جـــانانه چـــــې فضا تازه شي
لکه که پرخــــــه مې دخيال په چمــــــن اووريدې
طايــــره هلـــــه به شعــــــرونه بيازمـــــــا تازه شي
وروستي