
روهي (نۍ/۱ د مرغومي)، د فرانسي حکومت د ولسمشر ټرمپ د هغه پرېکړې په اړه غبرګون ښوودلی دی چې له سويې خپل پوځيان وباسي.
د فرانسي دفاع وزير ويلي دي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت په دې پرېکړې سره تېروتنه کوي او د هېواد په زيان يې ده.
فلورنس پارلي ويلي، "که ولسمشر ټرمپ دا فکر کوي چې په سوريه کې داعش له منځه تللی نو تېروتنه کوي، داعش ډله د ۲۰۱۴ز کال په پرتله اوس په سوريه کې ډېره پراخه شوې ده."
فرانسه هم په سوريه کې پوځيان لري او ټېنګار يې کړی دی چې دوی به د امريکا متحدو ایالتو په ډول پرېکړه ونه کړي او خپل پوځيان به ياد هېواد کې پرېږدي.