ايران نن يو خپل مشهور سوداګر اعداموي

روهي (نۍ/۱ د مرغومي)، سرچينې وايي چې د ايران حکومت د خپل يو وګړي، چې سوداګر دی د اعدام حکم عملي کوي.

دغه سوداګر سلطان باقري نوميږي چې د محکمې له خوا د فساد او جرمې کړنو مجرم بللی شوی دی.

تېره مياشت د ايران سترې محکمې د سلطان باقري د اعدام حکم تائيد کړی او ښايي چې نن ورځ اعدام شي.

ايران د چین او عربستان په شمول د نړۍ د هغه هېوادونو له ډلې دی، چې د اعدام شمېرې په کې لوړې دي.