د انټرنیټ زیاته کارونه د ماشومانو پر اعصابو اغېزه کوي

کاناډا کې د یوې تازه څېړنې موندنې ښیې، چې پر انټرنیټ باندې په فېسبوک، ټويټر، او یو شمېر نور ټولنېز سایټونه له دوو ساعتونو زیات کارول ماشومان له رواني او نفسیاتي مشکلاتو سره مخ کولائ شي.

دغه راز څېړنه کې ویل شوي، چې د انټرنیټ زیاته کارونه، ماشومانو کې د ځان وژلو مورد هم پیدا کولائ شي.

په ورځ کې له دوو ساعتونو زیات په فیس بوک، ټویټر او انسټاګرام سایټونو بوختیدل، د ماشومانو اعصابو ته زیات تاوان رسوي او د دغه کار له کبله د ماشومانو حافظه هم اغیزمنه کیږي.

د کاناډا کارپيژاندو سروې غړي وایې، میندو او پلارونو ته پکار دي، چې د خپلو ماشومانو په چارو څارنه وکړي او هغوې د زیات وخت له پاره ټولنیزو سایټونو له کار کولو منع کړي.

دوی زیاتوي، کورنۍ باید خپل ماشومان ورزش ته وهڅوي او د دغه کار په وجه نه یوازې د ماشومانو په صحت د تاواني اغیزونو مخه نیول کیږي، بلکې د هغوې د زده کړې کارکردګۍ هم ورسره ښه کېږي.

د کاناډا کارپيژاندو په سروې کې دغه خبره معلومه کړي، چې له دیارلس کلونو تر نولس کلونو پورې داسې ماشومانو کې چې په فیس بوک او ټویټر اینټرنیټ سایټونو کار کوي، د نورو ماشومانو په پرتله په نفسیاتي او رواني ناروغیو یې د اخته کیدا سلنه ډېره ده او د هغوی په زده کړې کې هم کمې راځي.

نو که غواړئ، چې ماشومانو مو له یادو ستونزو سره لاس او ګریوان نه شي، د انټرنيټ له زیاتو کارولو یې مخه ونیسئ.