له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو په غبرګون کې د امریکا دفاع وزیر (جېمزمټېس) له خپلې دندې استعفا ورکړه

روهي (جمعه/۳۰ د لېندۍ)، د ټرمپ اداره په دې غور کوي چې په افغانستان کې د خپلو ۱۴ زره پوځيان څخه نميايي په څو مياشتو کې له افغانستان وباسي.

لوېدېځو رسنيو د ټرمپ د ادارې د چارواکو له خولې ليکلي دي چې تر راتلونکي اوړي به اووه زره امريکايي پوځيان امريکا له افغانستان وباسي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور پر اساس د ټرمپ د دغه غوري پرېکړې په غبرګون کې د ياد هېواد دفاع وزير جېمز مټېس تېره ورځ له خپلې دندې استعفا ورکړه.

امريکا په داسې وخت کې د خپلو پوځيانو د وتلو خبرې کوي، چې طالبان د سولې لپاره خپل لومړنی شرط د بهرنيانو وتلو يادوي او زلمی خليلزاد له طالبانو سره د امريکا په استازېتوب پر مخامخ خبرو بوخت دی.