
روهي (پنځه نۍ/۲۹ د لېندۍ)، د البانیې هېواد له خپلې خاورې د ايران سفير او يو ډپلماټ شولی دی. البانیه وايي چې دغه ايراني دپلماټان د ياد هېواد د ملي امنيت لپاره ګواښ وو.
رسنيو هڅې کړي چې د البانیې هېواد د يادې پرېکړې په اړه په البانیه کې د ايران سفارت او د شړل شوي سفير نظر واوري، خو دوی خبرو ته نه دي تيار شوي.
د امريکا حکومت د البانیې هېواد ياده پرېکړه ستايلې ده. د امریکا د ملي امنیست سلاکار جان بولټن ويلي چې د البانيې دا کار په ګوته کوي چې د تروریزم سره د ايران ملاتړ د زغم وړ نده.