امريکا له سوريې څخه خپل ۲۰۰۰ پوځيان وباسي

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د لېندۍ)، د امريکا متحدو ايالتو حکومت وايي چې په سوريه کې يې داعش ډله ماته کړې ده او خپل پوځيان به وباسي.

د امريکايي چارواکو په وينا د امريکا پوځ په دې بریالی شو، چې په سوريه کې داعش وځپي، نو د يادې بريا وروسته به نېږدې ۲۰۰۰ خپل پوځيان هم وباسي.

د امريکا د ياد پرېکړې په اړه ايران او روسيه خوښ دي ترڅو د سوريې په خاوره کې پوځي شتون يوازې په دوی پوري محدود شي.

د امريکا پوځي شنونکي بيا يادې پرېکړې اندېښمن کړي دي او په باور يې چې په سوريه کې په بشپړ ډول داعش نه دی مات شوی او د امريکا دغه پرېکړه به ایران او روسيې ته ګټې ورکړي.