جنرال باجوه او تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني د افغانستان په اړه خبرې کړي

روهي (څلورنۍ/۲۸ د لېندۍ)، د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه قطر ته تللی او هلته يې له امير تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني سره کتلي دي.

د پاکستان پوځ په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې په دغه لېدنه کې د سيمې د امنيت او په ځانګړي ډول د افغانستان پر موضوع بحث شوی دی.

د پاکستان پوځ وايي چې د قطر امير د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان همکاري او هڅې ستايلې دي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه د قطر له امير تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني سره په خبرو کې ويلي دي چې پوځ او هېواد يې ژمن دي، چې افغاستا د سولې په برخه کې همکاري کړي.