
روهي (څلورنۍ/۲۸ د لېندۍ)، د امريکا متحدو ايالتو حکومت ويلي دي چې د روسيې، اوکراين او ازبکستان يو شمېر وګړي په د دوی د بنديزونو په نوملړ کې دي.
سپينې ماڼۍ ويلي دي چې د ازبکستان د پخواني ولسمشر پر لور ګلناره کریموا، د روسیې د لوی څارنوال پر زوی، په اوکراین کې د مظاهرو ضد پولیسو پر قوماندان او د يادو هېوادونو پر يو شمېر نورو کسانو يې بندېزونه غځولي دي.
مسکو د امريکا متحدو ايالتو حکومت د دغه پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښوودلی دی او غندلې يې ده.
د يادونې ده چې امريکا پورته ياد کسان د تګ - راتګ او مالي بندېرونو په نوملړ کې تمديد کړي دي.